کډوالي

د امریکا د کانګرس غړې: په توقیف کې د افغان کډوال د مړینې په اړه دې سمدستي پلټنې وشي

د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس غړې «جولي جانسن» د دغه هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې په توقیف کې د یو افغان کډوال، محمد نذیر پکتیاوال، له مړینې وروسته له اړوندو چارواکو د سمدستي ځواب غوښتنه کړې ده.

جانسن، چې د ټکساس ایالت د ۳۲مې حوزې استازې او د استازو جرګې د کورني امنیت کمېټې لوړپوړې غړې ده، د یادې ادارې سرپرست «ټاډ لیونز» ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د دغه کس د نیولو او مړینې د شرایطو په اړه بشپړ سپیناوی وړاندې کړي.

په دغه لیک کې راغلي چې ۴۱ کلن محمد نذیر پکتیاوال د کډوالۍ ادارې په یوه مرکز کې له نیول کېدو لا ۲۴ ساعته نه وو تېر شوي، چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

د جانسن په وینا، پکتیاوال پخوا له امریکایي ځواکونو سره کار کړی و او د خپل ماموریت له پای ته رسېدو وروسته یې په امریکا کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وه.

د کانګرس دغې غړې ټینګار کړی چې د پکتیاوال مړینه «په ښکاره ډول د مخنیوي وړ» وه او په ځانګړي ډول د دالاس په مرکز کې د بندیانو سره د چلند په اړه یې جدي اندېښنې څرګندې کړې دي. هغې همداراز د دغو مرکزونو د روغتیايي خدمتونو د کمښت او نا انساني شرایطو په اړه د ځینو راپورونو یادونه هم کړې ده.

جانسن زیاته کړه چې د اوسني حکومت په دوره کې، لږ تر لږه ۳۱ کسان د کډوالۍ ادارې په توقیف ځایونو کې مړه شوي، چې دا وضعیت د بندیانو د ساتنې په سیستم کې د جدي ستونزو نښه ده.

هغې له یادې ادارې غوښتي چې د پکتیاوال د نیولو د بهیر، د هغه د روغتیايي حالت، روغتون ته د لېږدولو د وخت او د امبولانس د غوښتنې د احتمالي رد په اړه کره جزییات ورکړي.

همداراز په لیک کې پوښتل شوي چې آیا هغه د قضايي حکم پر اساس نیول شوی و او که کومه جرمي مخینه یې لرله؟

د کانګرس دغې غړې د دغو پوښتنو د ځواب لپاره د مارچ تر ۲۴مې نېټې مهلت ټاکلی او ټینګار یې کړی چې د دغې پېښې څېړنه باید په “شفافه، چټکه او هر اړخیزه” توګه ترسره شي.