د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، شهزاده فیصل بن فرحان، ایران ته خبرداری ورکړ چې پر سعودي او د خلیج پر نورو ګاونډیو هېوادونو د بریدونو په وړاندې د دوی زغم محدود دی. هغه پر تهران غږ وکړ چې خپله ستراتیژي سمدستي بدله کړي.
شهزاده فیصل د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې سعودي عربستان او د خلیج هېوادونه «بېساري وړتیاوې او ظرفیتونه» لري او که وغواړي، د ایران د تېریو په وړاندې به ترې ګټه پورته کړي.
هغه زیاته کړه چې پر ګاونډیو هېوادونو د ایران بریدونه تصادفي نه دي، بلکې په خورا دقت سره له وړاندې پلان شوي وو.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې ایران د قطر د “راس لافان” او د متحده عربي اماراتو د “حبشان” د ګازو پر تاسیساتو توغندیز بریدونه وکړل. قطر د دغه برید په غبرګون کې ایراني ډیپلوماټان له خپل هېواد څخه وایستل.
سعودي عربستان هم اعلان وکړ چې د دوی هوايي مدافع ځواکونو څلور بالستیک توغندي چې ریاض یې په نښه کړی و، او دوه نور چې د هېواد ختیځ لور ته توغول شوي وو، په فضا کې شنډ کړي دي.
متحده عربي اماراتو هم د ۱۳ بالستیک توغندیو او ۲۷ بېپیلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړی دی.
بن فرحان وویل چې د ایران دغو اقداماتو د ګاونډیو ترمنځ باور په بشپړه توګه له منځه وړی دی. هغه زیاته کړه: «که ایران سمدستي دا بریدونه ونه دروي، زما په اند هیڅ داسې لاره به پاتې نشي چې بېرته پر دغه هېواد باور رامنځته کړي.»
ایران تر دې وړاندې ګواښ کړی و چې په خپله خاوره کې د “جنوبي پارس” د ګازو پر ساحه د اسراییلو د برید غچ به له سعودي، قطر او اماراتو څخه اخلي.
