سویلي آسیا

هند کې په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ ناروغان مړه شوي

د هند په ختیځ ایالت «اوډیشا» کې نن سهار د یوه روغتون د صدمې او بیړنۍ پاملرنې په څانګه کې د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د یاد ایالت اعلی وزیر، موهن چرن ماجهي خبریالانو ته ویلي چې اورلګېدنه د دوشنبې په سهار وختي د شارټ سرکټ له امله رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا، د پېښې پر مهال په ځانګړې څانګه (ICU) کې ۲۳ ناروغان تر درملنې لاندې وو، چې ۱۰ تنو یې خوندي سیمې ته د لېږدولو پر مهال ساه ورکړې ده.

په دې پېښه کې پنځه تنه نور سخت ټپیان شوي هم دي.

ماجهي زیاته کړه چې د روغتون کارکوونکو او امنیتي پرسونل د ناروغانو د ژغورلو لپاره خپل ژوند په خطر کې واچاو او په دې هڅه کې یو شمېر هغوی هم ټپیان شوي چې اوس تر درملنې لاندې دي