افغانستان

طالبانو اماراتو ته د ښار جوړولو د مخکیني وزیر محمود کرزي د سفر مخنیوی وکړ

په داسې حال کې چې څو سرچینو له آمو سره په خبرو کې تایید کړې چې طالبانو نن د یکشنبې ورځې پر ماسپښين اماراتو ته د ښار جوړولو د مخکیني وزیر او د حامد کرزي د ورور محمود کرزي د سفر مخه نیولې ده. د طالبانو مرستیال ویاند آمو ته وویل چې محمود کرزی نه دی نیول شوی او یوازې ممنوع الخروج دی.

دغه سرچینې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي چې ښاغلی کرزی د څو ساعتونو له تېرېدو تر اوسه د کابل هوایي ډګر په مېلمستون کې او د طالبانو د عدلیې وزارت تر څارنې لاندې دی.

مرستیال ویاند د محمود کرزي نیول کېدل رد کړل

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل چې د حامد کرزي ورور محمود کرزی د حقوقي ستونزو له امله ممنوع الخروج شوی دی.

محمود کرزی د کندهار د عینو مېنې ښارګوټي له اصلي ونډه لرونکو څخه دی.

هغه له څو کلونو راهیسې د عینو مېنې ښارګوټي یو ونډه لرونکی او د کرنې او مالدارۍ په چارو کې د محمد اشرف غني له سلاکار حامد هلمندي سره د دغه ښارګوټي د ونډې پر سر حقوقي شخړه او بحث لري.

سرچینې زیاتوي چې افغانستان ته د محمود کرزي له بېرته ستنېدو سره کندهار کې د محمود کرزي او حامد هلمندي ترمنځ ناستې وشوې خو داسې برېښي چې هغوی په دې موضوع کې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

خبرو سرچینو آمو ته وویل چې د طالبانو د عدلیې وزارت له ښاغلي کرزي غوښتي چې د حامد هلمندي ترمنځ د حقوقي ستونزې د هواري په اړه ضمانت وړاندې کړي.

محمود کرزی نږدې یوه اونۍ مخکې کابل ته ستون شوی و.