امنیت

ملګري ملتونه: په کابل کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴ ملکي وګړي ووژل شول

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه تازه بیانیه کې ویلي چې تېره شپه د کابل په ختیځ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

یوناما وايي دا مرګ‌ژوبله د کابل په «پلچرخي» سیمه کې اوښتې او په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په بیانیه کې راغلي: «موږ د نښتو د سمدستي بندیدو غوښتنه کوو ترڅو د نورو ملکي وګړو د وژل کېدو مخه ونیول شي.»

 یوناما زیاته کړې چې په وروستیو نښتو کې تر ټولو ډېر زیان عامو خلکو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته اوښتی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې کړکېچ اوج ته رسېدلی او دواړه لوري پر یو بل د درنو وسلو او هوايي بریدونو ادعاوې کوي.

طالبان وايي پاکستاني الوتکو په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې ملکي اهداف په نښه کړي، خو پاکستان ادعا کوي چې دا بریدونه یې د هغو وسله‌والو پر ضد کړي چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي؛ هغه تور چې طالبانو تل رد کړی دی.

یوناما خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي دوام به په افغانستان کې بشري کړکېچ لا پسې ژور کړي.