د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې چې په پېښور کې خپله کونسلګري، چې د افغانستان پولې ته تر ټولو نږدې ډیپلوماټیکه نمایندګي ده، په دایمي ډول وتړي.
اسوشیټیډ پریس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې پر بنسټ راپور ورکړی چې دا پرېکړه د دغه وزارت د بودیجې د سپما او تنظیم په موخه شوې ده.
د پېښور کونسلګري په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر مهال او له ۲۰۰۱ کال وروسته، د عملیاتو او لوژستیکي چارو یو له مهمو مرکزونو څخه و.
د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته په لېږل شوي لیک کې ویلي چې د دې ادارې په تړلو سره به هر کال ۷.۵ میلیونه ډالره سپما وشي، خو په پاکستان کې به د امریکا ملي ګټو ته کوم زیان ونه رسېږي.
د راپورونو له مخې، دا اقدام له ایران سره د اوسنۍ جګړې پورې تړاو نه لري، بلکې له یو کال راهیسې د ټرمپ د ادارې لخوا د فډرالي ادارو د کوچني کولو په لړ کې تر کار لاندې و.
که څه هم په پېښور او کراچۍ کې د ایران د جګړې پر ضد لاریونونه شوي، خو د کونسلګرۍ تړل یوازې په اداري او مالي دلایلو ترسره کېږي.
تر دې وړاندې په کراچۍ کې د امریکا کونسلګري پر ایران د ګډو بریدونو له امله د ایراني پلوه لاریونوالو لخوا تر برید لاندې راغلې وه، چې فعالیت یې د لنډ وخت لپاره ځنډول شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادارې تېر کال د بهرنیو چارو وزارت بودیجه کمه کړې، زرګونه کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي او د امریکا نړیواله پراختیايي اداره (USAID) یې په بشپړ ډول منحل کړې ده.
