د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده ایالاتو دایمي استازي، مایک والټز، د افغانستان پولې ته څېرمه سیمو ته د ایران د حکومت د مشرانو د احتمالي نقل مکان په غبرګون کې ویلي دي: «کاش چې لا هم مو د بګرام هوايي اډه لرلای.» دا څرګندونې د هغو راپورونو په ځواب کې شوي چې وايي ایراني چارواکي له تهران څخه د تېښتې په حال کې دي.
تر دې وړاندې امریکايي شنونکي، سائول سادکا، پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي وو، داسې ښکاري چې د ایران د «رژیم مشرانو» پلازمېنه تهران پرېښې او د افغانستان پولې ته نږدې سیمو، لکه مشهد ښار ته تښتېدلي دي.
مایک والټز د همدې متن په بیا خپرولو سره د بګرام د ستراتیژیکې اډې پر نشتوالي افسوس کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تر دې وړاندې په وار وار د کابل ختیځ ته د بګرام د مهمې پوځي اډې د بېرته ترلاسه کولو خبره کړې ده.
ټرمپ په خپلو وروستیو ویناګانو کې دا اډه د امریکا لپاره حیاتي بللې او ټینګار یې کړی چې دا ځای باید د دوی په واک کې وای.
د امریکا ولسمشر طالبانو ته په خپلو پخوانیو خبرداریو کې ویلي وو چې د بګرام پوځي اډه دې بېرته متحده ایالاتو ته وسپاري، ګنې په وینا یې «بدې پېښې» به ور وشي. خو طالبانو تر اوسه د دې اډې د بېرته سپارلو غوښتنه په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې هیڅ ډول “بهرني پوځي” ته د شتون اجازه نه ورکوي.
