ایران د عراق په اوبو کې د تېلو دوو بېړیو ته اور واچوه او پر داسې مهال یې په سیمه کې پر انرژۍ او ټرانسپورټي تاسیساتو بریدونه تېز کړي، چې نړۍ ته یې خبرداری ورکړی چې د تېلو د هر بېرل بیه باید ۲۰۰ ډالرو ته انتظار وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې هېواد یې لا دمخه جګړه ګټلې ده.
هغه جګړه چې نږدې دوه اونۍ وړاندې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډو هوايي بریدونو پیل شوه، تر اوسه یې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وژلي او د نړۍ د انرژۍ بازارونه یې له ګډوډۍ سره مخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي چې په دغو قربانیانو کې تر ۱۱۰۰ ډېر ماشومان هم شامل دي.
ډونالډ ټرمپ په کینټکي ایالت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې امریکا جګړه ګټلې، خو نه غواړي چې هرو دوو کلونو کې بېرته جګړې ته را وګرځي. هغه زیاته کړه: «موږ نه غواړو چې له وخته مخکې ووځو، موږ باید کار نیمګړی پرې نږدو.»
د تېلو بیې چې د اونۍ په پیل کې ۱۲۰ ډالرو ته رسېدلې وې او بیا لږ راښکته شوې، تېره ورځ یو ځل بیا ۵٪ لوړې شوې.
دا لوړوالی وروسته له هغه راغی چې ایران په ډاګه کړه چې غواړي پر نړۍ یو اوږد مهاله اقتصادي ټکان وتپي.
د ایران د نظامي قوماندانۍ ویاند امریکا ته په خطاب کې وویل: «د ۲۰۰ ډالري تېلو لپاره چمتو اوسئ، ځکه د تېلو بیه په سیمهییز امنیت پورې تړلې چې تاسو ګډوډ کړی دی.»
بندري چارواکي وايي، د ایران د چاودېدونکو توکو ډکو کښتیو په عراقي اوبو کې د تېلو پر دوو بېړیو برید کړی چې له امله یې یوې بېړۍ اور اخیستی او د عملې یو غړی وژل شوی دی. همداراز په بحرین کې هم د تېلو ځینې زېرمې په نښه شوې دي.
د انرژۍ نړیوالې ادارې (IEA) سپارښتنه کړې چې له خپلو ستراتیژیکو زېرمو څخه ۴۰۰ میلیونه بېرله تېل بازار ته وباسي ترڅو د ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې د دغه تر ټولو سخت ټکان مخه ونیسي.
ټرمپ وویل چې دا پرېکړه به د تېلو بیې د پام وړ راکمې کړي. د امریکا د انرژۍ وزیر ویلي چې ټرمپ له خپلو زېرمو څخه د ۱۷۲ میلیونه بېرله تېلو د ایستلو اجازه ورکړې ده.
تر اوسه داسې نښې نشته چې بېړۍ دې وکولی شي په خوندي ډول د هرمز تنګي له لارې تېرې شي، چې د نړۍ د تېلو پنځمه برخه ترې لېږدول کېږي.
ټرمپ ادعا وکړه چې امریکايي ځواکونو د ایران ۵۸ جنګي بېړۍ له منځه وړې او د ایران کار نور پای ته رسېدلی، خو سرچینې وايي چې ایران په دغه تنګي کې شاوخوا ۱۲ سمندري ماینونه ښخ کړي چې تګ راتګ یې ستونزمن کړی دی.
بلخوا د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) خبرداری ورکړی چې ښايي ایراني ډرون الوتکې د امریکا په لوېدیځو ساحلونو بریدونه وکړي، خو ټرمپ ویلي چې دی د امریکا په خاوره کې د بریدونو له امله اندېښمن نه دی
