په هرات کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ادعا کړې چې له ایران څخه د افغانستان د سوداګریزو مالونو د ټرانزیټ لړۍ په “عادي ډول” روانه ده او په دې برخه کې هیڅ ډول خنډ نه دی رامنځته شوی.
د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دمګړۍ هره ورځ تر ۱۳۰۰ پورې بار وړونکي موټر د اسلام کلا له پولې تګ راتګ کوي. د دوی په وینا، د افغانستان او ایران ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه شاوخوا ۴ میلیارده ډالره ده چې ډېره برخه یې د اسلام کلا له لارې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا-اسرائیل ترمنځ د جګړې له امله د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. په غور او هرات کې هټۍوال وايي چې د تېلو او ګازو ترڅنګ د لومړنیو خوراکي توکو په بیو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي، خان جان الکوزي تایید کړې چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو او په ایران کې روانې جګړې پر بیو منفي اغېز کړی دی. هغه خبرداری ورکړی چې افغانستان د وریجو په څېر د لومړنیو توکو د واردولو لپاره تر ډېره د سویلي اسیا پر هېوادونو متکي دی چې لاره یې یوازې د ایران له بندرونو تېرېږي.
الکوزي زیاته کړې چې که څه هم له بنګلهدېش سره د وریجو د واردولو هوکړه شوې، خو د چابهار او عباس بندرونو له لارې د هغو لېږد د روانې جګړې له امله له ستونزو سره مخ دی. د هغه په وینا، که د جګړې او له پاکستان سره د کړکېچ وضعیت همداسې دوام وکړي، هېواد ښايي له “قحطۍ” سره مخ شي.
نوموړي دا نیوکه هم وکړه چې طالبان پر سوداګرو فشار راوړي ترڅو خوراکي توکي په ارزانه بیه وپلوري، خو روانو شرایطو ته په کتو دا کار ستونزمن دی.
