ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په راتلونکو میاشتو کې افغانستان ته د هغو کډوالو د لاسنیوي لپاره د مرستو پر چمتو کولو کار کوي چې ښايي بېرته هېواد ته راستانه شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې له یوې خوا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې لسمې ورځې ته داخلې شوې او له بلې خوا په منځني ختیځ کې د امریکا او اسرائیلو له لوري پر ایران ګډو بریدونو سیمهییز وضعیت کړکېچن کړی دی.
د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې د دوی اړوند بنسټونه دمګړۍ د کډوالو د احتمالي څپې لپاره د بشري مرستو په چمتو کولو بوخت دي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشره، جورجت ګانیون به د راروانې دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په همدې اړه یو مفصل راپور وړاندې کړي.
په سیمه کې د جګړو او سیاسي فشارونو زیاتېدل د دې لامل شوي چې د کډوالو د جبري او اختیاري راستنېدو په اړه اندېښنې اوج ته ورسېږي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د کډوالو دا ناڅاپي راستنېدنه به په افغانستان کې له وړاندې موجود بشري بحران نور هم سخت کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او د پاکستان هوايي بریدونه لسمې ورځې ته داخل شوي، چې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.
له بل لورې، له اتو ورځو راهیسې پر ایران د امریکا او اسرائیلو ګډو بریدونو او په ځواب کې یې پر امریکايي اډو او سفارتونو د ایران بریدونو، د افغان کډوالو ژوند له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پرله پسې ډول خرابې شوي دي. که څه هم پاکستان په پیل کې د طالبانو د واکمنۍ ملاتړ کړی و، خو اوس تور پورې کوي چې طالبان د ټيټيپي او نورو وسلهوالو ډلو په مهارولو کې پاتې راغلي.
تېره میاشت په اسلاماباد کې یوې چاودنې ۳۱ کسانو ته مرګژوبله واړوله، چې دې پیښې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېاعتمادۍ فضا او سرحدي کړکېچ لا پسې زیات کړ.
