بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر، محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي ویلي، هېواد یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو له هڅو څخه «بشپړ ملاتړ» کوي.
نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې زیاته کړې چې په سیمه کې پوځي کړکېچونه د سیمهییز او نړیوال امنیت او ثبات لپاره خطرناکې پایلې لري.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت دولتي وزیر ټینګار کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمول به په سیمه کې امنیت او ثبات پیاوړی کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت له لوري په ایکس (پخواني ټویټر) کې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امیرخان متقي له قطر دولت سره د «افغانستان پیوستون» اعلان کړی دی.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي: « اوهمداسې د ټولو اختلافونو د حل لپاره پر سوله ییزو لارو چارو بحث او ارزونه وشوه.»
محمد بن عبدالعزیز بن صالح په دې خبرو کې پر قطر د ایران برید د دغه هېواد د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې دا کار د ګاونډیتوب له اصولو سره سمون نه لري او تر «هېڅ ډول توجیه یا پلمې» لاندې د منلو وړ نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او همدارنګه پر افغانستان د دغه هېواد هوايي بریدونه لسمې ورځې ته داخل شوي دي.
دواړه لوري ادعا کوي چې په دې نښتو کې یې یو بل ته درنه مرګ ژوبله اړولې؛ هغه ارقام چې په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدی.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو او د امریکا په مشرۍ د ځواکونو له وتلو وروسته، د پاکستان او افغانستان اړیکې په پرله پسې ډول خرابې شوې دي.
پاکستان په پیل کې د طالبانو لخوا د واک ترلاسه کولو ملاتړ وکړ او دا شرط یې ایښی و چې نوی حکومت به د ټيټيپي (TTP) او بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ په ګډون د هغو وسله والو په مهارولو کې مرسته وکړي چې په پاکستان کې فعالیت کوي. خو اپوټه، دغو وسله والو چې د پاکستاني طالبانو په نوم یادېږي، په دغه هېواد کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
د ټيټيپي وسله والو په اسلاماباد کې هم خپل بریدونه ډېر کړي دي؛ د تېرې میاشتې په پیل کې د پاکستان په پلازمېنه کې په یوه جومات کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول.
