د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک، له پاکستان او طالبانو څخه غوښتي چې د دواړو لورو ترمنځ مخ په زیاتېدونکي درنې نښتې ودروي. هغه خبرداری ورکړی چې دې تاوتریخوالي سخت بشري کړکېچ نور هم خراب کړی دی.
نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان د پولې دواړو غاړو ته ملکي وګړي اړ شوي چې له هوايي بریدونو، توپچي ډزو او وسله والو نښتو څخه وتښتي.
ترک ویلي: «د پولې دواړو خواوو ته ملکي وګړي اوس مجبور دي چې له هوايي بریدونو، درنو توپچي ډزو، د هاوانونو له مرمیو او ډزو څخه وتښتي. زه له ټولو لورو غواړم چې دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او هغو کسانو ته مرسته رسول په لومړیتوب کې راولي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.»
د ملګرو ملتونو د احصایې له مخې، په تېره یوه اونۍ کې د نښتو له امله لږ تر لږه ۵۶ ملکي وګړي، چې ۲۴ یې ماشومان او شپږ یې ښځې دي، وژل شوي دي.
همدارنګه ۱۲۹ نور کسان، چې ۴۱ یې ماشومان او ۳۱ یې ښځې دي، ټپیان شوي او شاوخوا ۶۶ زره کسان په افغانستان کې دننه بې ځایه شوي دي.
په پاکستان کې هم د ډيورنډ کرښې پورې غاړې توپچي ډزو او فیرونه د دې لامل شوي چې یو شمېر اوسېدونکي خپل کورونه پرېږدي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، لږ تر لږه دوه ښوونځي په نښه شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر نور ښوونځي تړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له دواړو لورو وغوښتل چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو سره سم د ملکي وګړو ساتنه وکړي او د دې قوانینو د احتمالي سرغړونو په اړه خپلواکې څېړنې وکړي.
هغه زیاته کړه چې د دې څېړنو پایلې باید په ښکاره توګه خپرې شي او د سرغړونو مسؤلین ځواب ویونکي وټاکل شي.
ملګري ملتونه وايي چې په تېرو کلونو کې هم د پولې پورې غاړې بریدونو له امله ملکي مرګ ژوبله ثبت شوې ده.
د دې سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۱۸ نور ټپیان شوي، چې دا تلفات د پاکستان پوځي ځواکونو ته منسوب شوي دي؛ دا شمېره له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې ملګرو ملتونو د دې پېښو ثبتول پیل کړي، تر ټولو لوړه کلنۍ کچه ده.
دا نښتې په داسې حال کې دوام لري چې افغانستان له ژور بشري کړکېچ سره مخ دی.
ملګري ملتونه وايي چې نږدې ۲۲ ملیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له ۱۱.۶ ملیونو څخه ډېر یې ماشومان دي.
ترک وویل: «د تاوتریخوالي په پایله کې، بشري مرستې ډېرو هغو کسانو ته نشي رسېدلی چې ورته سخته اړتیا لري. دې وضعیت د خلکو پر کړاوونو نور کړاوونه هم ورزیات کړي دي».
ولکر ترک په پای کې وویل: «زه له افغانستان او پاکستان څخه غواړم چې تاوتریخوالی کم کړي او خپلې امنیتي مسلې د خبرو اترو، مذاکرې او دوه اړخیزې همکارۍ له لارې حل کړي.»
