ملګري ملتونه وایي چې د پاکستان هوایي بریدونو د تورخم په ګډون په څو سیمو کې بشري مرکزونو او یو بېړني روغتون ته زیان رسولی او د افغانستان په ختیځ او سویل ختیځ کې یې لږ تر لږه ۶۶۰۰۰ تنه بېځایه کړي دي.
په دغو زیانمنو شویو مرکزونو کې په تورخم کې د بېړنیو پېښو یو ۲۰ بستریز روغتون، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) یو مرکز او د راستنېدونکو د منلو یو کمپ شامل دي.
د ملګرو ملتونو موندنې تاییدوي چې په دغو نښتو کې استوګنیز کورونه او عامه ودانۍ هم په نښه شوې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک په یوه خبري ناسته کې وویل: «په افغانستان کې راپور ورکړل شوی چې په پنځو ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې نږدې ۶۶ زره تنه بېځایه شوي دي. استوګنیزې سیمې په نښه شوې دي. په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان هم شته. د لاسرسي د محدودیت له امله، جزییات لا هم د کره کېدو په حال کې دي».
د پاکستان او طالبانو ترمنځ په نښتو کې عام خلک سخت ځپل شوي دي.
له دغو سیمو څخه یوه یې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یو کور دی چې د ځايي اوسېدونکو په وینا، د پاکستان په هوايي برید کې ویجاړ شوی دی.
اوسېدونکي وایي چې په دغه کور کې لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د قربانیانو د کورنۍ یو غړی، شریف الله وایي: «له هیچا سره مرسته نه ده شوې، زموږ وضعیت ډېر ستونزمن دی». یو بل غړی، محمد قسیم وایي: «موږ هیڅ نه لرو، خپله شپه په همدې ډول تېروو».
یوناما (UNAMA) تر دوو ورځو وړاندې پورې د ۴۲ ملکي وګړو وژل کېدل او د ۱۴۶ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي؛ خو طالبان وایي چې د ملکي تلفاتو کچه تر دې ډېره لوړه ده.
له بلې خوا، په داسې حال کې چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی، وروستیو نښتو د بشري مرستو رسولو بهیر هم ګډوډ کړی دی.
ملګري ملتونه وایي چې د دغو جګړو له امله د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ځینې فعالیتونه ځنډول شوي او شاوخوا ۱۶۰ زره کسانو ته د خوراکي توکو د مرستو رسول له خنډ سره مخ شوي دي.
