امنیت

پاکستانی چارواکی: اسلام‌اباد په افغانستان کې د نظام بدلولو په لټه کې نه دی

انځور- ارشیف څخه

بلومبرګ خبري اژانس د یوه لوړپوړي پاکستاني امنیتي چارواکي له ویناچې نوم یې نه دی ښودل شوی، راپور ورکړی چې اسلام‌اباد په افغانستان کې د نظام د بدلولو په لټه کې نه دی او د دغه هېواد پوځي بریدونه یوازې پر وسله والو ډلو تمرکز لري.

دغه خبري اژانس ویلي چې یاده موضوع دغه پاکستاني امنیتي چارواکي تېره ورځ د (۱۲ د حوت) خبریالانو ته په استول شوې اعلامیه کې یاده کړې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، یاد پاکستاني چارواکي په عین حال کې ټینګار کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د خپلو بریدونو پای ته رسولو لپاره «هیڅ بېړه» نه لري او تر هغه وخته به ورته دوام ورکړي چې د دغه هېواد د حکومت مخالفې وسله والې ډلې پاکې شوې نه وي.

نوموړي ویلي: «پاکستان په افغانستان کې د خپلو پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره هیڅ بېړه نه لري؛ تر هغه وخته به مبارزې ته دوام ورکړي چې ډاډ ترلاسه کړي له هغې غاړې وسله والې ډلې دا هېواد نه په نښه کوي».

هغه زیاته کړې چې د پاکستان د بریدونو موده د افغانستان د طالبانو پر «ښکاره اقداماتو» پورې تړلې ده چې څنګه دا وسله والې ډلې له پښو وغورځوي او پاکستان یو داسې «د تایید وړ تضمین» غواړي چې وسله والې ډلې نور هلته فعالیت نه کوي.

دغه پاکستاني امنیتي چارواکي په دې اعلامیه کې ادعا کړې چې اسلام‌اباد په تېرو ورځو کې د وسله والو پناه ځایونه او بنسټیز تاسیسات په نښه کړي، نه ملکي وګړي.

د هغه په وینا، تر دې دمه په افغانستان کې شاوخوا ۱۸۰ ځایونه چې د پاکستان د حکومت مخالفو وسله والو به ترې د بریدونو په تنظیمولو کې ګټه پورته کوله، ویجاړ شوي او د طالبانو له ۳۰ څخه ډېرې پوستې د پاکستاني مرزبانانو له خوا نیول شوې دي.

طالبانو تر اوسه د دغه پاکستاني امنیتي چارواکي د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

خو تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ویاند په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په فرضي کرښه نښتو کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۵۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

عنایت‌الله خوارزمي ادعا وکړه چې په دغو نښتو کې د دوی ۲۸ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي. خو پاکستان تر دې یوه ورځ وړاندې د طالب ځواکونو د مجموعي تلفاتو شمېر تر ۳۰۰ ډېر ښودلی و.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې او دغه راز د افغانستان پر خاوره د دغه هېواد هوايي بریدونه نن اوومې ورځې ته داخل شول.

له ۲۰۲۱ کال څخه د طالبانو له بیا واکمنېدو او د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې په دوامداره توګه د خرابېدو په لور تللې دي.

پاکستان په پیل کې د طالبانو له واکمنېدو ملاتړ وکړ او داسې اټکل یې کاوه چې نوی حکومت به د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ د وسله والو ډلو په کابو کولو کې مرسته وکړي، خو برعکس، دغو وسله والو چې د پاکستاني طالبانو په نوم پېژندل کېږي، په ټول پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

دغې ډلې په اسلام‌اباد کې هم خپل بریدونه ډېر کړي چې د تېرې میاشتې په لومړیو کې په یوه جومات کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول.