په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا «یوناما» ویلي دي چې د فبرورۍ له ۲۶مې نېټې څخه د مارچ تر ۲مې پورې پر فرضي کرښې نښتو او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله په هېواد کې لږ تر لږه ۴۲ ملکیان وژل شوي دي.
یاد سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغو نښتو کې ۱۰۴ نور ملکیان ټپیان شوي هم دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي. خو یوناما ټینګار کړی چې دا لومړنۍ شمېرې دي او ښايي بدلون ومومي.
په دې اعلامیه کې له طالبانو او پاکستان څخه غوښتل شوي چې نښتې متوقف کړي؛ همداراز د ملکي تلفاتو او د دې نښتو د بشري پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
د یوناما په وینا، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو د افغانستان له وړاندې خراب بشري وضعیت نور هم بدتر کړی دی. دغه بنسټ له دواړو لوریو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو په وړاندې پر خپلو ژمنو ودریږي.
بشري بنسټونو د خلکو پراخه بې ځایه کېدل او د مرستندویه چارو ګډوډېدل د دې نښتو تر ټولو مهمې پایلې بللي او په اړه یې جدي اندېښنه ښودلې ده.
د یوناما په اعلامیه کې راغلي چې ملکیان په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، کونړ او خوست ولایتونو کې پر استوګنیزو سیمو د غیر مستقیمو ډزو (توپخانې او هاوانونو) له امله وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپلو لومړنیو اټکلونو کې ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې په پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او خوست ولایتونو کې شاوخوا ۱۶۴۰۰ کورنیو د جګړې له امله خپلې مېنې پرېښي دي.
له بلې خوا، دغه بنسټ زیاته کړې چې د سختو نښتو له امله په سرحدي سیمو کې پر تګ راتګ بندیزونو د بشري بنسټونو وړتیا کمه کړې چې زیانمنو شویو سیمو ته حیاتي مرستې ورسوي؛ دې وضعیت په ځانګړي ډول له پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال ډېر زیانمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او پر افغانستان د دغه هېواد هوايي بریدونه شپږمې ورځې ته داخل شوي دي. دواړه لوري ادعا کوي چې یو بل ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.
