ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وايي په مومندرې او نازیانو ولسوالیو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د توپخانې په بریدونو کې ۵ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او استوګنیز کورونه زیانمن شوي دي.
د اعلامیې له مخې، تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د پاکستاني پوځ له لوري توغول شوې د ډیسي توپ یوه مرمۍ د مومندرې ولسوالۍ په «ډکې» سیمه کې پر یو کور لګېدلې ده.
اعلامیه کې راغلي په دې پېښه کې درې تنه، چې یو ۳۱ کلن سړی، یوه ۱۰ کلنه نجلۍ او یو ۸ کلن ماشوم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.
یاد ټپیان لومړی د مومندرې روغتون او وروسته د لا ښې درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې، د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې هم د پاکستاني ځواکونو د توپخانې دوه مرمۍ پر دوو جلا کورونو لګېدلي، چې له امله یې دواړه کورونه تخریب شوي او دوه تنه نور ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې د تشنج کچه لوړه شوې او عامه خلک یې له امله درنه مالي او ځاني مرګژوبله ګالي.
