د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دوی د ځواکونو او پاکستاني ساتونکو ترمنځ نښتې دوام لري او ادعا یې کړې چې د پاکستان ۱۱ پوستې د دوی تر تصرف لاندې راغلي دي.
یاد وزارت ادعا کړې چې له دغو پوستو څخه یې یو شمېر پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي او د کندهار په معروف ولسوالۍ کې یې د پاکستاني ساتونکو یو زغره وال ټانک هم ویجاړ کړی دی.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کندهار کې سرچینو «آمو» ته ویلي وو چې پاکستاني الوتکو او ډرونونو د تېرې دوشنبې په ماښام (۱۱ د حوت) په دغه ولایت کې د طالبانو دوه پوځي مرکزونه، چې یو یې د ۲۰۵ «اتل» قول اردو ده، په نښه کړي دي.
د سرچینو په وینا، پر دغې قول اردو برید د ځانمرګو ډرونونو (بې پیلوټه الوتکو) په واسطه شوی او په کندهار کې د طالبانو د اکمالاتي کنډک هدف ګرځېدلی دی.
په ورته وخت کې، پاکستاني الوتکو د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې هم د طالبانو یوه لویه پوځي اډه بمبار کړې ده.
هغو سرچینو چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي، آمو ته ویلي چې په دغو هوايي بریدونو کې یو شمېر طالبان وژل شوي او ټپیان دي، خو کره شمېره یې لا معلومه نه ده. خو بلخوا د طالبانو دفاع وزارت د دغو هوايي بریدونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
