سویلي آسیا

د ننګرهار پخوانی والي: پاکستان ان د ډیپلوماټیکو مرکزونو په ساتنه کې پاتې راغلی

انځور- پر ایران د امریکا د برید پر ضد کراچې کې د امریکا پر کونسلۍ د خلکو هجوم

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مشر، شاه محمود میاخېل وايي چې پاکستان حتی د امریکا د سفارت په ګډون د هغو ډیپلوماټیکو او حساسو ودانیو امنیت هم نشي تضمینولی چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې دي.

نوموړی پر خپله ټولنیزه پاڼه لیکلي چې په کراچۍ کې د امریکا پر کونسلګرۍ او نورو ډیپلوماټیکو مرکزونو وروستي بریدونه ښيي چې د دغه هېواد پوځي اداره په خپله خاوره کې د خوندي سیمو په ساتنه کې پاتې راغلې ده.

یاخېل پر پاکستان تور پورې کوي چې له لسیزو راهیسې یې د خپلې “ستراتیژیک عمق” پالیسۍ لپاره په کور دننه او سیمه کې افراطي ډلې روزلې دي.

د هغه په وینا، د پاکستان دا پالیسي چې په افغانستان کې یې د بنسټونو د کمزوري کولو او د زیربناوو د ویجاړولو لپاره کارولې، اوس پخپله د پاکستان په تاوان تمامه شوې ده.

د ننګرهار پخوانی والي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ښوونځیو، سړکونو او پراختیایي پروژو ویجاړول که څه هم د لنډ وخت لپاره د پاکستان په ګټه ښکارېدل، خو تاریخ ثابته کړې چې دا ډول نیابتي جګړې په ستراتیژیک ډول ځان وژونکې وي.

هغه زیاته کړې چې افراطیت یوازې په سرحدونو پورې محدود نه پاتې کېږي او هغه ډلې چې د بهرني سیاست لپاره کارول کېږي، بالاخره خپل کورنی امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

نوموړي پر پاکستان غږ کړی چې پر افغانستان د هوايي بریدونو او د بنسټونو د ویجاړولو پر ځای دې په خپله خاوره کې د وسله‌والو شبکو په له منځه وړلو او د ملکي وګړو او ډیپلوماټانو پر امنیت تمرکز وکړي.

میاخېل خبرداری ورکوي چې بمبارۍ او فشارونه ثبات نه شي راوستلی او په وینا یې: «هر څه چې کرې، هغه به رېبې.»

دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې، په پاکستان کې د محصلینو لاریونونه په خونړي تاوتریخوالي واوښتل چې له امله یې په کراچۍ، اسلام‌اباد او ګلګت بلتستان کې ۲۳ تنه ووژل شول او ۳۴ نور ټپیان شول.