په کراچۍ کې د امریکا پر کونسلګرۍ او په ګلګت بلتستان او اسلاماباد کې د ملګرو ملتونو پر دفترونو د محصلینو له بریدونو وروسته، رویټرز راپور ورکړی چې د مړو شمېر ۲۳ تنو ته لوړ شوی دی.
په کراچۍ کې د «امامیه» شیعه سازمان غړو محصلینو د امریکا پر کونسلګرۍ هجوم وروړ او کله چې هغوی له بهرنۍ دېوال څخه واوښتل، د دغه بنسټ ساتونکو پرې ډزې وکړې چې په پایله کې یې ۱۰ تنه ووژل شول.
ورته مهال، د ګلګت بلتستان په سکاردو ښار کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د برید پر مهال د ډزو له امله ۱۱ تنه او په اسلاماباد کې په ورته اعتراضونو کې ۲ تنه نور وژل شوي دي.
پر ایران د امریکا او اسرائیلو ګډ بریدونه درېیمې ورځې ته داخل شوي، چې په پاکستان او عراق کې یې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل.
په داسې حال کې چې په پاکستان او عراق کې د ایران پلویان په غوسه وو، په پاریس او د نړۍ په نورو برخو کې تبعید شوي ایرانیان لارو کوڅو ته راوتلي او د علي خامنهاي پر مړینه یې خوښي کوله.
په کراچۍ کې لاریونوالو د «مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیل» شعارونه ورکول او د کونسلګرۍ بهر یې یو موټر ته هم اور ورته کړ.
د سیند ایالت د حکومت ویاند، سوخدیو اسارداس همناني ویلي چې امنیتي ساتونکو پر هغه ګڼه ګوڼه ډزې وکړې چې له لومړۍ امنیتي کړۍ تېر شوي وو.
نوموړي زیاته کړه چې د کونسلګرۍ ټول کارکوونکي خوندي دي.
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت پر ایکس لیکلي چې وضعیت څاري او امریکايي اتباعو ته یې د امنیتي احتیاط سپارښتنه کړې ده.
د پاکستان پولیسو تایید کړې چې په دغو نښتو کې ۳۴ نور کسان ټپیان شوي او د کراچۍ ملکي روغتون ویلي چې د ټولو مړو او ټپیانو پر بدنونو د مرمیو نښې شتون لري.
