امنیت

طالبان: ځواکونه مو له ډیورنډ کرښې اخوا تېر شوي او هلته جګړه روانه ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، محمد نعیم وردګ ادعا کړې چې سرتېري یې له ډیورنډ کرښې اخوا تېر شوي او په پورې غاړه کې «سخته جګړه» روانه ده.

نوموړي پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې دا مهال د جګړې اصلي تمرکز په پورې غاړه کې د «پاکستان په پوځي اډو» دی.

هغه دغه راز ادعا کړې: «که جګړه اوږده شي او موږ وغواړو، نو د پاکستان په خاوره کې ښه پرمختګ کولی شو.» پاکستاني چارواکو تر اوسه د طالبانو د دغې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پر بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه پر کابل، د پاکستان هوايي بریدونه او فرضي کرښې ته څیرمه سیمو کې سختې نښتې څلورمې ورځې ته داخلې شوې دي.

پاکستاني الوتکو او ډرونونو تر اوسه کابل، د طالبانو پوځي مرکزونه او د بګرام اډه بمبار کړې ده.

طالبان ادعا کوي چې یوازې د شنبې شپې په نښتو کې ۳۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي او یو شمېر سرحدي پوستې یې هم نیولې دي.

بلخوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې چې ځواکونو یې په افغانستان کې پر ۴۶ هدفونو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۴۱۵ طالبان وژل شوي او ۵۸۰ نور ټپیان دي.

تارړ پر ایکس لیکلي چې په دغو بریدونو کې د طالبانو ۱۸۲ پوستې له منځه وړل شوې، ۳۱ پوستې د پاکستاني ځواکونو لاس ته ورغلي او دغه راز د هغوی ۱۸۵ ټانکونه، نظامي وسایط او تجهیزات هم ویجاړ شوي دي