امنیت

د اروپايي ټولنې شورا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د سمدستي کمولو غوښتنه وکړه

File photo from Pakistan airstrikes in Kabul. Feb. 2026.

د اروپايي ټولنې شورا د طالبانو او پاکستان ترمنځ په سرحدي نښتو کې د کړکېچ د «سمدستي کمولو» غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د جګړې دوام کولی شي د سیمې لپاره جدي پایلې ولري.

دغې شورا په یوه بیانیه کې له طالبانو او اسلام‌اباد څخه غوښتي چې «هر څومره ژر چې کېږي» خبرې اترې پیل کړي او نړیوالو قوانینو، په ځانګړې توګه بشري مسایلو ته درناوی وکړي.

په دې بیانیه کې ټینګار شوی چې د ملکي وګړو او غیرپوځي تاسیساتو خوندیتوب باید تضمین شي او د خلکو د لا ډېر زیانمن کېدو د مخنیوي لپاره باید ټول اړین ګامونه پورته شي.

د اروپايي ټولنې شورا همداراز ویلي چې په افغانستان کې طالبان باید د هغو «ترهګرو ډلو» پر وړاندې اغېزمن ګامونه پورته کړي چې په دې هېواد کې فعالیت کوي او یا له دې ځایه خپل بریدونه تنظیموي.

دا په داسې حال کې ده چې رویټرز خبري اژانس د پاکستان د پوځ د ویاند له قوله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د دغه هېواد پوځي عملیات د لومړي وزیر شهباز شریف د لارښوونې سره سم دوام لري.