امنیت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې له طالبانو سره په جګړه کې د پاکستان د بریدونو ملاتړ وکړ

انځور- په سیاسي چارو کې دامریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله آلیسون ام هوکر

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې، آلیسون ام هوکر ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې خبرې کړي او له هغه څه یې ملاتړ کړی چې دې “د طالبانو د بریدونو په وړاندې د پاکستان د ځان څخه د دفاع حق” بللی دی.

نوموړې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې متحده ایالات وضعیت له نږدې څاري او زیاته کړې یې ده: «موږ د طالبانو د بریدونو په وړاندې د پاکستان د ځان دفاع له حق څخه ملاتړ کوو».

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د تېرې پنجشنبې له شپې راهیسې د کابل په ګډون د افغانستان پر بېلابېلو برخو هوايي بریدونه پیل کړي او ورسره هممهاله په سرحدي سیمو کې هم نښتې روانې دي.

دا بریدونه او د نښتو شدت وروسته له هغه زیات شو چې طالبانو د پنجشنبې په شپه په یوه خبرپاڼه کې وویل، د هېواد په ختیځو برخو کې یې پر پاکستاني سرحدي ځواکونو بریدونه کړي دي.

طالبانو دا بریدونه په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو د هوايي بریدونو ځواب وباله. د طالبانو ویاند پرون په یوه خبري ناسته کې ادعا وکړه چې په دې نښتو کې ۵۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

خو د پاکستان د لومړي وزیر ویاند، مشرف زیدي ادعا کړې چې د «غضب لیل الحق» عملیاتو په ترڅ کې ۲۹۷ طالب ځواکونه وژل شوي او له ۴۵۰ ډېر نور ټپیان دي.

نوموړي پرون په ایکس پاڼه زیاته کړه چې د طالبانو ۸۹ پوستې ویجاړې شوې، ۱۸ نورې نیول شوې او د هغوی ۱۳۵ ټانکونه او پوځي وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

د زیدي په وینا، په ټول افغانستان کې ۲۹ ځایونه د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي. خو طالبان بیا ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې پاکستاني پوځیانو په خوست او پکتیکا ولایتونو کې په قصدي ډول د ملکي وګړو کورونه ویشتلي چې له امله یې «۱۹ ملکي وګړي» شهیدان شوي دي.