سیاست

د پاکستان حکومتي مشران: د هېواد پر امنیت او بشپړتیا هیڅ ډول معامله نه کوو

Photo by Pakistani media.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر آصف علي زرداري په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان د طالبانو له لوري د وروستیو نښتو په غبرګون کې ټینګار کړی چې پاکستان د خپل حاکمیت، خاورې او ولس دفاع ته پوره چمتو دی.

د هېواد دغه لوړپوړي مشرتابه ویلي چې د پاکستان پر دفاع به هیڅ ډول جوړجاړی ونشي او هر ډول تېري ته به پرېکنده او غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شي.

شهباز شریف زیاته کړې چې د دوی وسله وال ځواکونه د اوسني نظامي مشرتابه تر سیوري لاندې له پرمختللو تجهیزاتو او روزنې برخمن دي او د هر ډول کورني او بهرني ګواښ د شنډولو پوره وړتیا لري.

بل لور ته، ولسمشر آصف علي زرداري خبرداری ورکړی چې د پاکستان د سولې غوښتنه دې هیڅوک د هغوی کمزوري نه ګڼي، ځکه چې د تېري په صورت کې به هر بریدګر د پاکستاني ځواکونو له سخت او پرېکنده ځواب سره مخ شي.

په ورته وخت کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف پر افغان طالبانو خورا سختې نیوکې کړې او ادعا یې کړې چې هغوی افغانستان د “هند په نیابتي مرکز” بدل کړی او نړیوالو ترهګرو ته یې پناه ورکړې ده.

نوموړي ویلي چې پاکستان لسیزې د افغانانو کوربه توب وکړ، خو اوس یې د زغم کاسه ډکه شوې او ځواکونه یې په میدان کې د طالبانو د هر اقدام ځواب ورکوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په خپل وار سره د طالبانو له لوري پر پاکستان بریدونه غندلي او دا یې یوه لویه تېروتنه بللې ده.

نوموړي ویلي چې د شپې په تیاره کې پر ولسي وګړو بریدونه بې غېرتي ده او پاکستاني ځواکونه به چا ته اجازه ورنکړي چې د هېواد سوله او ثبات له منځه یوسي.

د یادولو وړ ده چې د تېرې شنبې په شپه کټ مټ په دولسو بجو، پاکستاني الوتکو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ملکي مېشتو سیمو سخت بریدونه کړي وو.

په دغو بریدونو کې چې د شپې په تیاره کې ترسره شول، یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه. د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو هغه مهال دغه بریدونه د نړیوالو اصولو خلاف او د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری بللی و او خبرداری یې ورکړی و چې دا ډول اقدامات به د دواړو هېوادونو ترمنځ شته کړکېچ نور هم پېچلی کړي

تازه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې تیره شپه د پاکستان پوځ په کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو کې ځینې ځایونه بمبار کړي، خو په دې بریدونو کې کوم کس ته سر زیان نه دی اوښتی.

تر دې مخکې طالبانو ویلي وچې د ډیورنډ پر کرښې یې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو انتقامي بریدونه پیل کړي وو چې د مالي زیانونو ترڅنګ ۵۵ پاکستاني پوځیان پکې وژل شوي دي.