د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو د پاکستاني الوتکو تازه بمبارۍ په کلکه غندلې او دا یې د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف عمل بللی دی.
پخواني ولسمشر په یوې رسمي اعلامیه کې ویلي چې افغانان به په هر ډول شرایطو کې په پوره یووالي د خپل هېواد دفاع وکړي او د هر ډول زور ځواب به په مېړانې سره ورکړي.
نوموړي پر پاکستان غږ وکړ چې په تاوتریخوالي او بمباریو نشي کولی له هغو ستونزو ځان وژغوري چې په خپله یې رامنځته کړې دي.
حامد کرزي زیاته کړې چې پاکستان باید خپله اوسنۍ پالیسي بدله کړي او د افغانستان په وړاندې د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او متمدنې اړیکې لاره غوره کړي.
پخوانی ولسمشر دا توند غبرګون په داسې حال کې کوي د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې تیره شپه د پاکستان پوځ په کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو کې ځینې ځایونه بمبار کړي، خو په دې بریدونو کې کوم کس ته سر زیان نه دی اوښتی.
د طالبانو حکومت د پېښو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، او یوازې د سر زیان د نشتوالي خبره یې کړې ده.
تر دې مخکې طالبانو د ډیورنډ پر کرښې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو انتقامي بریدونه پیل کړي وو چې په وینا یې پکې د مالي زیانونو ترڅنګ ۵۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي.
