خبري سرچینو آمو ته ویلي، چې د هېواد د کرکټ بورډ په پام کې لري راشد خان له خپلې دندې (لوبډلمشرۍ) لیرې کړي او ښايي ابراهیم ځدراڼ یوازې د شل اوریزو سیالیو لپاره د هغه ځای ناستی شي.
د دغو سرچینو په وینا، د کرکټ بورډ دا احتمالي پرېکړه له هغه څه سره تړاو لري چې “شخصي مسایل” بلل شوي، خو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي. د کرکټ بورډ چارواکو تر اوسه په رسمي ډول دا بدلون نه دی تایید کړی.
راشد خان، چې د افغانستان د کرکټ یو له پېژندل شویو څېرو او په نړۍ کې د شل اوریزو سیالیو یو له غوره توپ اچوونکو څخه دی، په وروستیو کلونو کې په څو فارمټونو کې د ملي لوبډلې مشري په غاړه درلوده.
هغه په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د شل اوریزې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو او په لوبډله کې له یو لړ بدلونونو وروسته یې یو ځل بیا دا مسوولیت پر غاړه واخیست.
سرچینو زیاته کړې چې کرکټ بورډ له دې وړاندې هم د شل اوریز نړیوال جام په درشل کې د هغه پر لیرې کولو فکر کړی و، خو په هغه وخت کې دا پرېکړه عملي نه شوه.
ابراهیم ځدراڼ، چې یو پیاوړی توپ وهونکی دی او په وروستیو کلونو کې د افغانستان د توپ وهنې په لیکه کې یوه ثابته څېره ګرځېدلې، اوس د دې مسوولیت د منلو لپاره اصلي انتخاب بلل کېږي. هغه په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان یو له ثابت قدمه لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.
خو سرچینې وايي چې ځدراڼ تر اوسه یوازې په شل اوریز فارمټ کې د ملي لوبډلې د مشرۍ وړاندیز نه دی منلی.
راشد خان په نړیواله کچه د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې بنسټیز رول لوبولی او په لویو نړیوالو سیالیو او مشهورو سوداګریزو لیګونو کې یې ګډون کړی دی.
د لوبډلې په مشرتابه کې هر ډول بدلون د هغې لوبډلې لپاره یو مهم بدلون کیدی شي چې په وروستیو کلونو کې یې په میدان کې دننه او بهر د هغه پر تجربه او نفوذ تکیه کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه د دغو راپورونو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.
