بشري حقوق

بېنت: په افغانستان کې یوازې ۴.۱میلیونه ښځې ډاډمنو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري

انځور- له ارشیف څخه

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنت په خپل تازه راپور کې ټکان ورکوونکي حقایق رابرسېره کړي او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان له ۱۵ میلیونه ښځو څخه یوازې ۴.۱ میلیونه یې ډاډمنو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري.

هغه زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې د طالبانو ځپونکو سیاستونو نه یوازې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې د هېواد روغتیايي سیسټم ته یې هم داسې زیانونه اړولي چې اغېزې به یې تر نسلونو پاتې وي.

بېنت دا بنسټیز شوی ظلم او جنسیتي تبعیض د «انسانیت ضد جنایت» بېلګه بللې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې په روغتیایي سکټور کې پرېکړې خورا متمرکزې شوې او د مسلکي کسانو پر ځای داسې کسان ګمارل شوي چې تخنیکي تجربه نلري او یوازې د ایډیالوژیکو او سیاسي تړاوونو له مخې ټاکل شوي دي.

دا وضعیت د دې لامل شوی چې په ولایتونو کې د روغتیا ریاستونه او روغتونونه د غیرمسلکي کسانو لاسته ورشي او ډېری هغه ښځې چې پخوا یې په اداري او مدیریتي برخو کې کار کاوه، له دندو وشړل شي.

همدا راز د فساد ستونزه لا هم په شدت سره موجوده ده، چې پکې د نااهلو کسانو د ګمارنې لپاره د رشوت اخیستل او د روغتیايي پروژو د بودیجې حیف او میل شامل دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په روغتیایي برخه کې د ښځینه متخصصانو کمښت یو بل لوی ناورین بللی او څرګنده کړې یې ده چې اوسمهال په افغانستان کې ښځې یوازې ۱۸ سلنه متخصصې ډاکټرانې، ۲۷ سلنه غیرمتخصصې ډاکټرانې او ۲۹ سلنه نرسانې تشکیلوي.

بېنت وایي چې پر رسنیو او عدلي سیسټم د طالبانو سختو محدودیتونو د دې اجازه نه ده ورکړې چې د بشري حقونو د نقض او فساد په اړه عامه څارنه وشي، ځکه قضایي سیسټم خپله خپلواکي بایللې او یوازې د طالبانو د فکر پلي کولو ته کار کوي.