سیاست

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ په اوج کې؛ مودي اسرائیلو ته ورسېد

انځورـ د هند د معلوماتو ادارې (PIB) ویبپاڼه

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د چهارشنبې په ورځ د دوه ورځني سفر لپاره اسرائیلو ته ورسېد. دواړو هېوادونو دغه سفر د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا یو فرصت بللی، خو دا سفر په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ د نظامي جګړې د زیاتېدونکو اندېښنو په منځ کې ترسره کېږي.

نریندرا مودي، چې یو هندو ملتپال دی، په ۲۰۱۷ کال کې د هند په تاریخ کې لومړی وزیر اعظم و چې له اسرائیلو څخه یې لیدنه وکړه.

اوس چې نږدې نهه کاله تېر شوي، مودي او د اسرائیلو ښي اړخی لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو لا هم په واک کې دي او یو بل خپل نږدې ملګري بولي.

رویټرز چې په دې اړه راپور ورکړی ويلي تمه کېږي چې دواړه مشران به پر مصنوعي ځیرکتیا (AI) او دفاعي همکاریو خبرې وکړي، ځکه اسرائیل غواړي خپل نظامي صادرات زیات کړي.

د اسرائیلو د حکومت یو چارواکي وویل، دا سفر به په ډېرو برخو کې د نویو همکاریو او شراکتونو لپاره لاره هواره کړي.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت یو بل چارواکي بیا وویل چې دوه اړخیزې اړیکې د یوې لویې پراختیا په درشل کې دي.

مودي دا سفر په داسې حال کې کوي چې متحده ایالاتو د ایران ساحلونو ته نږدې خپله پراخ سمندري ځواک ځای پر ځای کړی دی.

دا اقدامات د تهران د اټومي پروګرام پر سر د خبرو له بندون وروسته، پر دغه هېواد د احتمالي بریدونو لپاره د چمتووالي په توګه لیدل کېږي.

پنټاګون همدا راز د مدیترانې بحیرې ته یوه الوتکې وړونکې بیړۍ لېږلې چې اسرائیلي ساحلونو ته پر لاره ده.

پر ایران د امریکا برید ښايي د ایران غبرګون وپاروي چې پکې به اسرائیل او په خلیج هېوادونو کې د امریکا نظامي اډې په نښه شي؛ هغه سیمه چې میلیونونه هندیان پکې کار کوي او هر کال خپل هېواد ته ملیاردونه ډالر لېږدوي.

د هند د یوې څېړنیزې ادارې (ORF) کارپوه کبير تنیجا وايي، نوی ډیلی نه غواړي په سیمه کې جګړه وګوري. هغه زیاته کړه: “زه ډاډه یم چې دا ډول پیغامونه پخوا هم رسول شوي او پدې سفر کې به هم تکرار شي.”

بنیامین نتنیاهو پدې اونۍ کې د کابینې په غونډه کې وویل چې هند د هغو هېوادونو د راتلونکي «محور» برخه ده چې د «افراطي شیعه محور» (ایران) او «سني افراطیت» پر وړاندې ګډ لیدلوری لري. هغه وویل چې دا همکاري کولای شي زموږ راتلونکی او پیاوړتیا تضمین کړي.

خو کبير تنیجا وايي، سره له دې چې هند د اسرائیلو نظامي تجهیزاتو پېرلو ته لېواله دی، خو په نړیوالو چارو کې د خپل تاریخي بې‌طرفه سیاست له امله به په کوم رسمي نظامي اتحاد کې شاملېدو ته زړه ښه نه کړي.