د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې له متحده ایالاتو سره د جګړې د مخنیوي لپاره هوکړه «تر لاسه کېدونکې» ده.
دا څرګندونې په جنیوا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له کېدونکو خبرو وړاندې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا دویمه الوتکې وړونکې بېړۍ هم د منځني ختیځ په لور روانه ده.
عراقچي وویل چې د یوې «بې ساري هوکړې لپاره تاریخي فرصت» په دې پورې تړلی چې ایا «ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکول کېږي» که نه؛ دا خبره ممکن د ډونالډ ټرمپ هغو ګواښونو ته اشاره وي چې د ایران پر وړاندې یې د پوځي ځواک کارولو په اړه کړي دي.
ایران د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې روښانه کړه چې هېواد به یې «تر هیڅ ډول شرایطو لاندې اتومي وسله جوړه نه کړي»، خو ټینګار یې وکړ چې خلک یې د «سوله ییزې اتومي ټکنالوژۍ» حق لري.
ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې د عمان په منځګړیتوب د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو دریم پړاو پیل شي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په شپه په خپله کلنۍ وینا (State of the Union) کې یو ځل بیا د تهران پر وړاندې توندې خبرې وکړې. که څه هم هغه وویل ډیپلوماسۍ ته ترجیح ورکوي، خو ایران یې تورن کړ چې د داسې توغندیو په جوړولو بوخت دی چې «ډېر ژر متحده ایالاتو ته رسېدلی شي».
ټرمپ وویل: «زه غواړم دا ستونزه د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړم، خو یو څه یقیني دي؛ زه به هیڅکله د نړۍ تر ټولو لوی ترهګر دولت ته اجازه ورنکړم چې اتومي وسله ولري». هغه ادعا وکړه چې د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې له بریدونو وروسته ایران بیا هڅه کوي خپل وسله وال پروګرام له سره پیل کړي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا سمندري ځواکونو خپله تر ټولو لویه الوتکې وړونکې بېړۍ د یونان په کرېټ ټاپو کې د ناټو په اډه کې درولې او منځني ختیځ ته یې د لېږلو تیاری نیسي.
بلخوا، د ایران سپاه پاسداران هم د هېواد په سویل کې نظامي تمرینات پیل کړي او وايي چې په سیمه کې یې یو «کلک لوری» جوړ کړی دی.
په تهران کې رسنۍ وايي، د ایران په خلکو کې د جګړې وېره او د ډیپلوماسۍ هیلې دواړه شتون لري.
دا په داسې حال کې ده چې ایران د سختو اقتصادي ستونزو او په پوهنتونونو کې د وروستیو اعتراضونو سره هم لاس او ګرېوان دی.
