د لندن پولیسو د دوشنبې په ورځ په امریکا کې د انګلستان پخوانی سفیر «پیټر منډیلسن» په دولتي دفتر کې د ناوړه چلند او له بدنامه جنسي مجرم “جفري اپسټین” سره د نږدې اړیکو د افشا کېدو په تور ونیوه.
۷۲ کلن منډیلسن تېر سپټمبر میاشت کې له خپلې مهمې ډیپلوماټیکې دندې وروسته له هغه ګوښه کړای شو چې له اپسټین سره یې د ژورې ملګرتیا په اړه حقایق روښانه شول.
پولیسو د دې میاشتې په پیل کې د لومړي وزیر “کیر سټارمر” د حکومت له خوا د ځینو ایمیلونو او اسنادو له ترلاسه کولو وروسته د منډیلسن په اړه جنايي څېړنې پیل کړې وې.
د لندن میټروپولیټان پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي: «افسرانو یو ۷۲ کلن سړی په دولتي دفتر کې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیولی دی.» وروسته په یوه بله اعلامیه کې وویل شول چې نوموړی د نورو څېړنو تر بشپړېدو پورې په ضمانت خوشې شوی دی.
هغه ایمیلونه چې د جنوري په پای کې د امریکا د عدلیې وزارت له خوا خپاره شول، ښيي چې منډیلسن او اپسټین تر هغه څه ډېر نږدې وو چې مخکې تصور کېده.
د دغو اسنادو پر بنسټ، منډیلسن په ۲۰۰۹ کال کې د ګورډن براون په حکومت کې د وزارت پر مهال اپسټین ته حساس معلومات ورکړي وو.
منډیلسن مخکې ویلي وو چې له اپسټین سره پر ملګرتیا “ژوره پښېماني” لري، خو د تازه تورونو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د منډیلسن نیول کېدو لومړی وزیر کیر سټارمر هم له سختو نیوکو سره مخ کړی دی. پر سټارمر تور دی چې ولې یې د منډیلسن له مقرری وړاندې د هغه سابقه په دقیق ډول نه وه چک کړې.
سټارمر ویلي چې منډیلسن د ګمارنې د ارزونې پر مهال له اپسټین سره د خپلو اړیکو په اړه دروغ ویلي وو.
پیټر منډیلسن د انګلستان په سیاست کې یوه جنجالي څېره ده. هغه په ۱۹۹۰ لسیزه کې د ټوني بلېر د “نوي لیبر” پروژې یو له اصلي طراحانو و، خو دوه ځله د مالي او اداري فساد د تورونو له امله له کابینې استعفا ته اړ شوى و.
که څه هم د سټارمر له خوا د سفیر په توګه د هغه ټاکل په پیل کې یوه هوښیاره هڅه بلل کېده، خو د اپسټین دوسیې د هغه څو لسیزې سیاسي ژوند له خاورو سره خاورې کړ.
