ښځې

د ښځو حقونو فعاله ظریفه یعقوبي په کابل کې ونیول شوه

د ښځو حقونو فعاله، ظریفه یعقوبي

سرچینې وایي چې طالبانو نن پنجشنبې د ښځو د حقونو یوه فعاله ظریفه یعقوبي په کابل کې نیولې او له ځان سره یې بېولې ده.

د مېرمن یعقوبي یوې ملګرې رقیې ساعي آمو ته وویل چې یعقوبي په داسې حال کې د طالبانو له خوا ونیول شوه چې ټاکل شوې وه د افغانستان د ښځو غورځنګ د شتون د اعلان لپاره ناسته ترسره کړي.

هغه زیاتوي: «نن د یوې ناستې پرمهال چې د برابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ د موجودیت د اعلان په موخه په دشت برچي کې ترسره شوې وه طالبانو لومړی هڅه وکړه چې د دې ناستې د ترسره کېدو مخه ونیسي، کله چې موږ ټینګار وکړ طالبانو هغه خبریالان او تصویر اخیستونکي چې د دې ناستې د خبري پوښښ لپاره راغلي وو د ناستې له ځایه وایستل او موږ ته یې وویل، تاسو خپله ناسته ترسره کولای شئ.»

د مېرمن ساعي په وینا، د پروګرام له پای ته رسېدو وروسته څو تنه طالبان چې ښځې هم ورسره وې دا نجونې یې تلاشي کړې، د ټولو ټلیفونونه یې ترې واخیستل.

هغه وایي: «زه په ډېره سختۍ وتوانېدم چې له هغه ځایه بهر شم. طالبانو د نجونو ګرځنده ټلیفونونه ترې ټول کړل. دوی ظریفه یعقوبي او څلور تنه نارینه چې په دې پروګرام کې یې ګډون کړی و له ځان سره بوتلل.»

د مېرمن یعقوبي یوه بله همکاره هم تاییدوي چې ظریفه یعقوبي او د هغې څو تنه همکاران طالبانو له خبري ناستې څخه ورسره بېولي دي.

دغه سرچینه وایي چې طالبانو د دې ناستې د ګډوډولو لپاره «له تاوتریخوالي کار اخیستی دی.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د امنیتي مسوولینو نظر هم ترلاسه کړو خو بریالي نه شوو.