په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومنداني وايي، د پاکستان له هوايي بریدونو څخه د یوې شپې او ورځې په تېرېدو سره، لا هم په بهسود ولسوالۍ کې د دغو بریدونو د پنځو تنو جسدونه لادرکه دي.
د طالبانو امنیه قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ويلي چې په دغو بریدونو کې «۱۸ ملکیان» وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د ۱۳ تنو جسدونه له خاورو را ایستل شوي او تر جنازې وروسته خاورو ته سپارل شوي، خو د ۵ تنو جسدونه لا هم نه دي موندل شوي.
دغه راز په اعلامیه کې ویل شوي چې په ټپیانو کې ۵ تنه په بهسودو، ۲ تنه په خوږیاڼو او یو ماشوم په مومندره ولسوالۍ کې و.
د پاکستان جنګي الوتکو د شنبې په شپه، د کب په ۲مه، شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار خوږیاڼو، غنيخېلو او بهسود ولسوالۍ او د پکتیکا برمل ولسوالۍ بمبار کړې.
د طالبانو دفاع وزارت د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دوی به په «مناسب وخت کې حساب شوی ځواب» ورکړي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: «پر ملکي اهدافو او دیني مرکزونو بریدونه د پاکستان د پوځ د استخباراتي او امنیتي ماتو ښکاره ثبوت دی او دا ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی داخلي ماتې پټې نه کړي».
پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې د افغانستان په خاوره کې یې په دغو بریدونو کې د« TTP او داعش د خراسان څانګې پټنځایونه» په نښه کړي او نږدې ۷۰ «ترهګر» پکې وژل شوي دي.
طالبانو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه «تېری او پر ملکیانو برید» بللی او مدعي دي چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې له ۲۰ ډېر «ملکیان» وژل شوي چې «ماشومان او ښځې» هم پکې شاملې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت تر دې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دا بریدونه «غچ اخیستونکي» دي او په اسلاماباد، باجوړ او بنو کې د وروستیو ځانمرګو او موټر بم بریدونو په ځواب کې شوي دي.
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی «هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي» او دا موضوع یې «په پرېکنده توګه» د پاکستان تحریک طالبان (TTP) او نورو ډلو ته ویلې ده.
