سیاست

افغانستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه رسمي شکایت وکړ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د ننګرهار او پکتیکا پر ولایتونو د پاکستان د شنبې شپې د هوايي بریدونو په اړه د دغه سازمان امنیت شورا ته په رسمي ډول شکایت وکړ.

د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په یوه بیانیه کې ویلي، چې په دې شکایت کې د پاکستان د سرغړونو د سمدستي بندېدو، ځواب ویلو، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي او د ملګرو ملتونو د منشور رعایتولو غوښتنه شوې ده.

پاکستاني جنګي الوتکو د شنبې په شپه (د کب ۲مه) شاوخوا دولس بجې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو، غني‌خېلو او بهسودو ولسوالۍ او د پکتیکا ولایت برمل ولسوالي بمبار کړه.

د طالبانو دفاع وزارت د دې بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی به په “مناسب وخت کې حساب شوی ځواب” ورکړي.

دغه وزارت زیاته کړې چې پر ملکي اهدافو او دیني مرکزونو برید د پاکستان د پوځ د استخباراتي او امنیتي ماتې ښکاره ثبوت دی.

 پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې په افغان خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي او داعش خراسان» پټنځایونه په نښه کړي او نږدې ۷۰ تنه وسله وال یې وژلي دي.

خو طالبان بیا دا بریدونه پر ملکي وګړو تېری بولي او وایي چې یوازې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې له ۲۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دا بریدونه “غچ اخیستونکي” وو او په اسلام‌اباد، باجوړ او بنو کې د هغو ځانمرګو بریدونو په ځواب کې شوي چې په پر شیعه ګانو شوي وو. ویل کیږي چې د دغو بریدونو مسؤلیت ټي‌ټي‌پي او داعش منلی