روغتیا

سرچینې: د هرات روغتونونه د «پښتورګو ډیالیز» موادو له جدي کمښت سره مخ دي

په هرات کې باوري سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي چې له پاکستان څخه د درملو د وارداتو له بندېدو وروسته، له لسو ورځو راهیسې د هرات دولتي او خصوصي روغتونونه د «پښتورګو ډیالیز یا د وینې تصفیې» موادو له جدي کمښت سره مخ شوي دي.

دا سرچینې او یو شمېر ناروغان تاییدوي چې دا مهال د پښتورګو په لسګونو ناروغان د هرات په روغتونونو کې په خورا ستونزمن حالت کې دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول پدې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

یوې طبي سرچینې ویلي: «متاسفانه موږ په دولتي روغتون کې د ډیالیز د درملو له کمښت سره مخ یو او دې وضعیت جدي ستونزې را پیدا کړې دي».

سرچینې ټینګار کوي چې د هرات د دولتي روغتون د پښتورګو د ډیالیز ماشینونه د متحده عربي اماراتو لخوا چمتو شوي، خو مواد یې د پاکستان لخوا ویشل کېدل.

که څه هم د نورو هېوادونو تولید شوي مواد هم شتون لري، خو هغه هم د پاکستان له لارې افغانستان ته صادرېدل.

«د پښتورګو ډیالیز یا د وینې تصفیه» له وینې څخه د اضافي موادو د پاکولو هغه طریقه ده چې کله پښتورګي خپله وړتیا له لاسه ورکړي، کارول کېږي.

په هرات کې یو ناروغ وایي: «دوه کاله کېږي چې پښتورګي مې ډیالیز کوم، خو اوس چې دولتي روغتون ته ځم، وایي د ډیالیز لپاره هیڅ مواد نشته. خصوصي روغتونونه هم ځواب نه راکوي، نه پوهېږم له دې درد سره څه وکړم.»

د هرات ښار په مرکز کې د حبیب‌یار خصوصي روغتون په انځورونو کې لیدل کېږي چې د پښتورګو ناروغان په سخت حالت کې د ډیالیز انتظار باسي، خو د موادو کمښت هغوی په یو خورا خطرناک حالت کې اچولي دي.

تر دې وړاندې طالبانو له پاکستان سره د کړکېچ په دوام، له دغه هېواد څخه د درملو واردات په بشپړ ډول بند کړي وو؛ هغه پریکړه چې په ټول هېواد کې یې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

سیمه ییزې سرچینې ټینګار کوي چې که څه هم دا مهال له نورو هېوادونو درمل واردیږي، خو د خلکو اړتیاوې نشي پوره کولی.