بشري حقوق

ریچارد بنت په افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسي په اړه راپور خپروي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، چې د بشري حقونو شورا په راتلونکې ناسته کې به په افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي په اړه یو نوی راپور وړاندې کړي.

ریچارډ بنت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا راپور به د فبرورۍ په ۲۶مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱مه غونډه کې چې په جنیوا کې جوړېږي، وړاندې شي. نوموړي ویلي چې دا مهال د یادې ناستې لپاره پر چمتووالي بوخت دی.

بنت همدارنګه ویلي چې د دغه راپور ترڅنګ به د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د هغو بدلونونو په اړه چې ده “د اندېښنې وړ وروستي تحولات” بللي، یوه جلا شفاهي بیانیه هم وړاندې کړي.

 تمه کېږي چې دا راپور په ځانګړي ډول پر روغتیایي خدماتو د ښځو او نجونو پر لاسرسي تمرکز ولري. پر زده کړو، کار او تګ راتګ د محدودیتونو له لګولو وروسته، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی یو له هغو موضوعاتو څخه دی چې نړیواله ټولنه یې په اړه جدي اندېښنې لري.

دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې په نړیواله کچه په افغانستان کې د بشري حقونو د روان بحران د حل پر لارو چارو بحثونه لا هم دوام لري.