سیاست

طالبان: هڅه کوو چې د امریکایي بندیانو په اړه په خبرو کې یوې پایلې ته ورسېږو

انځور- د طالبانو ویاند ذبیج الله مجاهد

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سفارت د شارژدافیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې له دوی سره د شته امریکایي بندیانو په اړه خبرې اترې روانې دي او هڅه کېږي چې دواړه لوري په دې اړه یوې پایلې ته ورسېږي.

د طالبانو ویاند د دوی تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون ته په یوه غږیز کلیپ کې ویلي: «په دې اړه موږ له امریکایانو سره په خبرو بوخت یو او د حل لارې لټول کېږي».

تر دې وړاندې ډان براون ویلي و، چې طالبان لا هم له بندیانو څخه د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو سره په مذاکراتو کې د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر، چې په دوحه کې مېشت دی، د چهارشنبې په ورځ په ایکس شبکه کې د طالبانو دا اقدام «د افسوس وړ» وباله او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه باید طالبان د داسې میتودونو په اړه ځواب ویونکي کړي.

دنیس کویل او محمود شاه حبیبي، هغه دوه امریکایي اتباع دي چې د متحده ایالاتو د چارواکو په وینا، د طالبانو په بند کې دي.

 ۶۴ کلن دنیس کویل، د ژبپوهنې څېړونکی او د پوهنتون استاد دی چې له یوه کال راهیسې د طالبانو په زندان کې دی او محمود شاه حبیبي چې د ۲۰۲۲ کال له اګست میاشتې راهیسې په کابل کې تر نیول کېدو وروسته یې د برخلیک په اړه خبر نشته.

تر دې وړاندې د یرغمل نیول شویو کسانو په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، چې په ځلونو یې له طالبانو څخه د امریکایي بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړي، خبرداری ورکړی و چې طالبان باید د یرغمل نیونې ټولو بڼو ته د پای ټکی کېږدي.

آدام بولر وویل، طالبان دا مهال دوه امریکایي اتباع په واک کې لري او دا د متحده ایالاتو لپاره د منلو وړ نه ده. د یرغمل نیول شویو په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي آدام بولر وویل: «طالبان باید د یرغمل نیونې هر ډول بڼې پای ته ورسوي، هغوی دا مهال دوه امریکایي اتباع په لاس کې لري او دا غیرقانوني ده.»

بلخوا، د ډونالډ ټرمپ د دستیار مرستیال سباسټین ګورکا هم تر دې وړاندې ویلي و، چې ولسمشر ویلي طالبان باید سړي تښتونه او یرغمل نیونه ودروي، کنې له پایلو سره به یې مخ شي. هغه وایي، واشنگټن به د دنیس کویل او محمود حبیبي تر ازادۍ پورې آرام کښېنني.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې، د طالبانو پر ضد د بندیزونو د غځولو د رایې اچونې پر مهال، د متحده ایالاتو استازي وویل چې طالبان له یرغمل نیونې څخه د «یرغمل ډیپلوماسۍ» د یوې شورشي طریقې په توګه کار اخلي او له بندیانو څخه د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه ګټه پورته کوي.

د هغه په وینا، طالبان د امریکایي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې په ګوانتانامو کې د القاعده شبکې د یوه غړي د ازادۍ غوښتنه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازولۍ مرستیالې تمي بروس ویلي و: «د هغو امریکایانو په بدل کې چې دا مهال په بند کې دي، طالبانو په ښکاره توګه په ګوانتانامو کې د القاعده د یوه نیول شوي غړي د خوشې کېدو غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې په تضاد کې بیا ژمنه کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.»