د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ کې د موټربم برید په تړاو، چې په کې ۱۱ پاکستاني سرتېري ووژل شول، په اسلاماباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د شارژدافیر مرستیال احضار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د طالب ډیپلومات د احضارولو په تړاو په یوه بیانیه کې ویلي: «پاکستان هغه ترهګریز انتحاري برید او په تعقیب یې په باجوړ کې د پاکستان پر نظامي او امنیتي پوسته ډزې په کلکه غندي، چې د فتنه خوارجو یا تحریک طالبان پاکستان (TTP) له خوا ترسره شوې.»
اندرابي زیاته کړه: «موږ خپله جدي اندېښنه څرګندوو ټيټيپي، چې ټوله رهبري یې په افغانستان کې مېشته ده، له مجازات څخه په معافیت سره د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.»
د دغه وزارت د ویاند په بیانیه کې راغلي، د طالبانو ډیپلومات ته د احضار پر مهال ویل شوي چې پاکستان په ځلونو له هغې سرچینې چې دوی یې «د افغانستان طالبانو رژیم» بولي، تضمینونه ترلاسه کړي، خو طالبانو تر اوسه هیڅ ښکاره یا مشخص اقدام نه دی کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، «د افغانستان طالبانو رژیم» ته ویل شوي چې د ټولو هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې د دغه هېواد له خاورې فعالیت کوي، د هغوی د مشرانو په ګډون، سمدستي، مشخص او ثابتېدونکي اقدامات وکړي.
هغه زیاته کړې چې افغان طالبانو ته «په قطعي ډول» خبر ورکړل شوی چې پاکستان د خپلو سرتېرو، ملکیانو او ځمکنۍ بشپړتیا د امنیت ډاډمنولو لپاره، حق لري چې د ټيټيپي پورې تړلي هر کس او د هغوی ملګري په هر ځای کې چې وي، ځواب ورکړي او له منځه یې یوسي.
طالبانو تر اوسه په اسلاماباد کې د خپل ډیپلومات د احضارېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده چې په باجوړ کې د موټربم برید د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د دغې ولسوالۍ د مومندو سیمې په «ملنګي» نومې ځای کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې وشو.
تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ویلي و: «بریدګرو په پوره ناهیلۍ کې یو بم ایښودل شوی موټر د پوستې له دېوال سره وجنګاوه. د چاودنې په پایله کې د پوستې زیربناوې ونړېدې او د دې خاورې یوولس سرتیري په کې ووژل شول.»
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې دا برید د تحریک طالبان پاکستان یا «ټيټيپي» غړو کړی؛ خو دغې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
