د افغانستان د کرکټ ملي ستوري او لوبډلمشر راشد خان، د ملي لوبډلې له سر روزونکي جاناتان تروت څخه د هغه د د روزنچارۍ د دورې په وروستیو شېبو کې ځانګړې مننه وکړه.
نن پنجشنبه د کاناډا پر وړاندې لوبه به وروستۍ سیالي وي چې تروت پکې د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.
جاناتان تروت چې د بریتانیا د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان د ملي لوبډلې مسوولیت پر غاړه لري.
نوموړي په پيل کې د ۱۹ میاشتو لپاره قرارداد کړی و، خو په ۲۰۲۴ کال کې یې قرارداد تر ۲۰۲۵ پورې وغځول شو او بالاخره یې د روزنچارۍ دوره د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې پای ته رسېږي.
راشد خان د هند په چینای ښار کې یوې خبري ناستې ته وویل: “موږ له تروت سره نه هیریدونکي سفرونه او لوبې لرلې. هغه داسې څوک و چې افغان کرکټ یې تر اوسني مقام پورې را ورساوه.”
راشد زیاته کړه چې تروت له هر لوبغاړي سره په انفرادي ډول خورا ډېر کار کړی او په میدان کې یې د لوبغاړو په ذهني او مسلکي بدلون کې مهم رول لوبولی دی.
که څه هم افغانستان د دغه نړیوال جام له بل پړاو څخه حذف شوی، خو راشد خان ټینګار وکړ چې دوی غواړي نننۍ لوبه د کاناډا په وړاندې په بریا سره پای ته ورسوي ترڅو تروت ته په ښه بڼه مخه ښه وکړي.
د راشد په وینا: “د هغه ځای به یقیناً زموږ په منځ کې خالي وي، هغه دا لوبډله په سم لوري روانه کړې وه.”
د یادونې وړ ده چې تر دې لوبې وروسته به افغانستان له سریلانکا سره لوبې لري او بیا لوبغاړي په آی پي ایل کې مصروفېږي، خو د تروت ځای به نوی روزونکی نیسي.
