د پاکستان د کراچۍ په “سولجر بازار” سیمه کې د یوې درې پوړیزه استوګنیزې ودانۍ په لومړي پوړ کې د ګازو د لیک کېدو له امله چاودنه شوې، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د ژغورنې ډلو ویلي چې د دغې چاودنې له امله د ودانۍ یوه برخه راغورځېدلې ده.
پولیسو ویلي چې لومړنۍ نښې نښانې ښيي چاودنه د ګازو د ډبې (سلنډر) یا د ګازو د کښلو ماشین څخه د ګازو د وتلو له امله رامنځته شوې ده. په وژل شویو کې یوه لس کلنه نجلۍ او یو ۶۰ کلن سړی هم شامل دي.
د ژغورنې عملیات د پېښې په ځای کې دوام لري او تر اوسه یې څو کسان له خاورو او خښتو راایستلي دي.
چارواکي وایي چې یو شمېر ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د سیمې د تنګو کوڅو له امله د ژغورنې په چارو کې له ستونزو سره مخ دي.
د دوی په وینا امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او اټکل کیږي چې لا هم دوه کسان د ودانۍ تر خاورو لاندې پاتې وي.
