سیاست

جینیوا کې د اوکراین او روسیې مذاکرات ناکام شول

په جینیوا کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې د چهارشنبې په ورځ یوازې له دوو ساعتونو وروسته پای ته ورسېدې؛ ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا خبرې “سختې” وبللې او پر روسیې یې تور پورې کړ چې په قصدي ډول د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې مخه نیسي او وخت ضایع کوي.

په سویس کې د امریکا په منځګړیتوب دا دوه ورځنۍ خبرې په داسې حال کې ترسره شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې دوه ځله اشاره کړې چې د خبرو اترو بریالیتوب د اوکراین او زلنسکي په لاس کې دی.

زلنسکي له خبرو لږ وروسته په واټس‌اپ کې خبریالانو ته وویل: «موږ وینو چې پرمختګ شوی، خو دا مهال دریځونه سره توپیر لري ځکه چې مذاکرات ستونزمن وو.»

د اوکراین د مذاکراتي ټیم مشر، رستم عمروف په جلا توګه وویل چې دویمه ورځ “سخته او بنسټیزه” وه. هغه وویل چې دواړه لوري پر داسې پرېکړو کار کوي چې وکولای شي خپلو ولسمشرانو ته یې واستوي.

د روسیې مشر مذاکره کونکي او د کلتور پخواني وزیر ولادیمیر میډینسکي خبریالانو ته وویل چې نور مذاکرات به ډېر ژر ترسره شي، خو کره نېټه یې ونه ښوده. زلنسکي تر دې وړاندې روسیه تورنه کړې وه چې «هغه مذاکرات غځوي چې لا دمخه وروستي پړاو ته رسېدلی شي.»

اوکرایني چارواکي تل مسکو تورنوي چې په رښتینې نیت خبرې نه کوي؛ هغه هېواد چې د ژمي په موسم کې یې د اوکراین د انرژۍ پر سیستم بمبارۍ کړي او په جګړه کې یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

زلنسکي د سې شنبې په ورځ له ‘اکسیوس’ (Axios) ویبپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې دا “عادلانه نه ده” چې ټرمپ په دوامداره توګه په علني ډول له اوکراین څخه د امتیازاتو غوښتنه کوي، نه له روسیې. ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو: «غوره دا ده چې اوکراین ژر د خبرو میز ته راشي. زه همدا درته وایم»

زلنسکي دا هم وویل، هر هغه پلان چې له اوکراین څخه غواړي چې د ختیځ ډونباس سیمې هغه برخې پرېږدي چې لا روسیې نه دي نیولي، د اوکراین د خلکو لخوا به په ریفرنډم کې رد شي. هغه زیاته کړه: «هیله لرم دا یوازې د هغه (ټرمپ) تکتیک وي، نه حتمي پرېکړه»

اوکرایني چارواکي ټینګار کوي چې په دې بهیر کې باید د هغوی اروپایي متحدین ډېره ونډه ولري. مخکښ اروپایي هېوادونه لکه فرانسه، جرمني او بریتانیا د کییف له دریځ څخه کلک ملاتړ کوي.

دا خبرې په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې د برید د څلورمې کالیزې په درشل کې کېږي؛ هغه جګړه چې له امله یې سلګونه زره کسان ووژل شول، میلیونونه بې‌ځایه شول او د اوکراین ډېر ښارونه او کلي پکې ویجاړ شول.

رستم عمروف د سې شنبې په ورځ ویلي وو چې د خبرو لومړۍ ورځ پر “عملي مسایلو او د احتمالي پرېکړو پر میکانیزم” راڅرخېده، خو جزیات یې ورنه کړل. روسي خبري اژانسونو بیا د یوې سرچینې له قوله وویل چې د سې شنبې په ورځ خبرې “ډېرې ترینګلې” وې او په بېلابېلو دوه اړخیزو او درې اړخیزو بڼو یې شپږ ساعته دوام وکړ.

د خبرو د پرمختګ په لاره کې د خنډونو له امله په اروپایي بازارونو کې د اوکراین د دولتي بانډونو بیې ۱.۹ سینټه راټیټې شوې دي.

دا ناسته په ابوظبي کې د امریکا په منځګړیتوب له هغو دوو دورو خبرو وروسته کېږي چې کومه لویه پایله یې نه لرله. روسیه دا مهال د اوکراین ۲۰ سلنه خاوره په واک کې لري.