سویلي آسیا

ډېره اسماعیل خان؛ وسلوال برید کې ۲ سرتېري ووژل شول

انخور ارشیف څخه

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په “یارک” سیمه کې وسلوالو جنګياليو پر یوې امنیتي پوستې او د ګمرک پر دفتر برېد کړی، چې په پایله کې یې یو پولیس او یو د ګمرک مامور وژل شوي دي. پولیسو ویلي چې په دغه برېد کې دوه نور کسان ټپيان شوي هم دي.

د چارواکو په وینا، بریدګرو د سي-پېک (CPEC) پر لاره پر پرتې امنیتي پوستې او نږدې د ګمرک پر دفتر په وسلوال برید او ډزې کړې.

په دې پېښه کې د ګمرک مامور “اسرار خان” او پولیس سرتېری “محمد بلال” وژل شوي دي. ټپیان چې “حضرت عمر” او “خیال محمد” نومېږي، د ډېره اسماعیل خان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

عیني شاهدان او پولیس وايي چې بریدګرو پر هغو مساپر وړونکو بسونو هم ډزې کړې چې پر دغه لاره تېرېدل، چې له امله یې په سیمه کې سخته وېره خپره شوه. د برېد پر مهال وسلوالو د ګمرک یو موټر ته هم اور اچولی دی.

له برېد وروسته امنیتي ځواکونو ځوابي ډزې وکړې چې بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شول.

د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په پیل کې هم په ډېره اسماعیل خان کې د وسلوالو په یو برېد کې د یو ایس-ایچ-او (SHO) په ګډون څلور پولیس وژل شوي شوي وو.