سیاست

مسکو: د لوېدیځ د “سمندري غلا” مخه په نظامي ځواک نیسو

انځور – ارشیف څخه

د کرملین یو جګپوړي چارواکي، نیکولای پاتروشیف خبرداری ورکړی چې روسي سمندري ځواک به د هغو لوېدیځو قدرتونو مخه ونیسي چې د بندیزونو په پلمه د روسیې د تېلو او نورو سوداګریزو توکو بېړۍ نیسي.

پاتروشیف دا کړنې “سمندري غلا” وبللې او ویې ویل چې روسیه باید د بریتانیا، فرانسې او بالتیک هېوادونو د “زړورتوب” د کنټرول لپاره یو پیاوړی پیغام ورکړي.

دغه روسي چارواکي وویل، که روسیه د لوېدیځ د دغو پاروونکو اقداماتو پر وړاندې پرېکنده غبرګون ونه ښيي، هغوی به د روسیې پر مخ د سمندرونو لارې بندې کړي.

هغه زیاته کړه چې د روسیې د اقتصاد د ساتنې لپاره د تېلو، غلو دانو او سرو (کیمیاوي سرې) لېږد اړین دی او سمندري ځواک د دې لېږد تر ټولو غوره تضمین کوونکی دی.

دا ګواښ وروسته له هغه کېږي چې په تېره جنوري میاشت کې د امریکا او فرانسې ځواکونو د روسیې اړوند څو ټانکرونه د بندیزونو د سرغړونې په تور ونیول.

فرانسې ویلي چې دا بېړۍ د روسیې د “سوري فلایټ” یا پټې شبکې برخه دي چې غواړي د جګړې لپاره پرې پیسې وګټي. خو روسیه وایي، که دا وضعیت په سوله ییزه توګه حل نه شي، دوی به د خپل سمندري ځواک له لارې دا ډول بندیزونه او محاصرې ماتې کړي.