د امریکا د متحده ایالاتو په منځګړیتوب په جینوا کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې دوه ورځنۍ خبرې اترې پیل شوې، چې لومړۍ ورځ یې د دواړو لورو ترمنځ په ډېر حساس او ستونزمن حالت کې پای ته ورسېده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کییف فشار راوړی چې د دې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې اوکراین ته خبرداری ورکړ چې په کار ده ډېر ژر د خبرو مېز ته کښېني.
دا خبرې په داسې حال کې په سویس کې ترسره کېږي چې روسیې تېره شپه د اوکراین پر بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه د اودیسا پر بندري ښار سخت هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې د برېښنا شبکه سخته زیانمنه شوې او په لسګونو زره خلک یې له ګرمۍ او اوبو بې برخې کړي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې هېواد یې یوې باعزته هوکړې ته چمتو دی، خو نوموړي په ورته وخت کې له خپلو متحدینو غوښتي چې پر روسیې فشار زیات کړي ترڅو یوې رښتینې او عادلانه سولې ته غاړه کېږدي.
د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا مشر او د دې خبرو لومړي مرکچي، رستم عمیروف ویلي چې د لومړۍ ورځې بحثونه په عملي مسایلو او د احتمالي پرېکړو پر میکانیزمونو څرخېدل.
که څه هم روسي چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینو دا شپږ ساعته خبرې اترې خورا “خینګې یا ترینګلې” بللې دي.
د ځمکې پر سر واکمني لا هم د دواړو لورو ترمنځ تر ټولو لویه اختلافي نقطه ده، ځکه روسیه د دونېڅک د هغو برخو غوښتنه کوي چې لا یې نه دي نیولي، خو اوکراین یې ورکولو ته نه دی چمتو.
د یادولو وړ ده چې د امریکا په استازیتوب سټیو ویتکوف او جیرډ کوشنر په دغو خبرو کې ګډون لري.
دا مذاکرات په داسې حال کې ترسره کېږي چې پر اوکراین د روسیې د بشپړ برید څلورمه کالیزه نږدې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لیدنه له هغو دوو ناکامو پړاوونو وروسته کېږي چې په ابوظبۍ کې ترسره شوي وو، خو هلته مرکچیان په کومې لویې پرېکړې بریالي نه شول.
