فارس نیمه دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران د سې شنبې په ورځ د هرمز تنګي ځینې برخې د څو ساعتونو لپاره د کښتیو د تګ راتګ پر مخ وتړلې. ایراني چارواکو دا ګام د “امنیتي احتیاط” او د سمندري خوندیتوب ساتلو په موخه یاد کړی دی.
دا پرېکړه په داسې حال کې کیږي چې د ایران سپاه پاسداران په دغه سټراټیژیکه اوبیزه لاره کې پراخ پوځي تمرینات پیل کړي دي. د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د صادراتو تر ټولو حیاتي رګ بلل کیږي چې د سعودي عربستان، ایران، عراق او متحده عربي اماراتو په څېر د خلیج لوی تولیaدونکي هېوادونه له نړیوالو اوبو سره نښلوي.
په هرمز تنګي کې د ایران دا پوځي مانور په یو حساس وخت کې ترسره کیږي.
همدا نن د سې شنبې په ورځ په جینوا کې د ایران او امریکا د استازو ترمنځ په داسې حال کې خبرې پیل شوې دي چې واشنګټن پر تهران خپل “اعظمي پوځي فشار” اوج ته رسولی دی.
د امریکا د نوې ادارې تر مشرۍ لاندې، واشنګټن په سیمه کې خپل پوځي حضور په بېساري ډول زیات کړی او له دې لارې هڅه کوي تهران د خپلو غوښتنو منلو ته اړ کړي.
سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د ایران لخوا د هرمز تنګي د ځینو برخو تړل او پوځي تمرینات، د امریکا د دغه “اعظمي فشار” پالیسۍ ته یو ډول عملیاتي ځواب او د ځواک ښودنه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د تېلو د بیو ثبات او د انرژۍ امنیت په مستقیم ډول د هرمز تنګي له وضعیت سره تړلی دی.
د دغه تنګي هر ډول لنډمهالی تړل هم کولی شي په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې کړي او پر روانو مذاکراتو سیوری وغوړوي.
