سیاست

په جنیوا کې د امریکا او ایران برخلیک ټاکونکې خبرې پیل شوې

عکس از آرشیف

نن په جنیوا کې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر خورا حساسې او غیر مستقیمې خبرې په داسې حال کې پیل شوې چې په سیمه کې د جګړې خطر تر بل هر وخت زیات شوی دی.

په دغو مذاکراتو کې چې د عمان په منځګړیتوب ترسره کېږي، د ولسمشر ټرمپ نږدې کسان جارېډ کوشنر او سټیو ویټکوف د امریکا له لوري او عباس عراقچي د ایران له لوري ګډون لري، خو د ډیپلوماسۍ ترڅنګ واشنګټن په سیمه کې خپل جنګي ځواکونه هم د برید لپاره پوره چمتو کړي دي.

امریکايي چارواکو تایید کړې چې که دا خبرې کومې پایلې ته ونه رسېږي، پوځ پر ایران د څو اونیو دوامداره عملیاتو لپاره پلان لري او همدا اوس یې سیمې ته خپله دویمه لویه الوتکې وړونکې بېړۍ هم لېږلې ده.

ایران په داسې حال کې د خبرو مېز ته کښېنستی چې د تېر کال د جون میاشتې بمبار، د تېلو پر صادراتو سختو بندیزونو او په کور دننه پراخو لاریونونو د دغه هېواد واکمنان له سخت اقتصادي او سیاسي فشار سره مخ کړي دي.

واشنګټن دا ځل هڅه کوي چې نه یوازې د ایران اټومي پروګرام، بلکې د هغوی توغندیز فعالیتونه هم د خبرو په اجنډا کې شامل او محدود کړي، خو تهران تر اوسه یوازې د بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې پر اټومي محدودیتونو خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې له ایران سره هوکړه که څه هم ستونزمنه ده، خو دوی غواړي ډیپلوماسۍ ته یو چانس ورکړي.

تمه ده چې امریکايي استازي به نن په جنیوا کې له روسي او اوکرایني چارواکو سره هم وګوري ترڅو د اوکراین د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره په یوې موافقې کار وکړي.