د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام په خپله درېیمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو په وړاندې لوبه پیل کړه.
دا لوبه نن دوشنبه د کابل پر وخت سهار ۱۰:۰۰ بجې د هند په پلازمېنه ډیلي کې، په «ارون جایتلي» لوبغالي کې پیل شوې ده. د هېواد د ملي لوبډلې کپتان راشد خان د لوبې پچه (ټاس) وګټله او لومړی یې د متحده عربي اماراتو په وړاندې د توپ اچونې (بالینګ) پرېکړه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبه په یوه خورا په زړه پورې لوبه کې، سویلي افریقا وکولای شول افغانستان ته په دویم سوپر اوور کې ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې دواړو لوبډلو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۸۷ منډې کړې وې، چې لوبه لومړي سوپر اوور ته لاړه. په لومړي سوپر اوور کې هم دواړو ۱۷-۱۷ منډې وکړې، خو په دویم سوپر اوور کې سویلي افریقا د ۴ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
د افغانستان لپاره د سویلي افریقا په وړاندې دغه ماتې د نړیوال جام پاتې لوبې خورا حساسې کړې دي. له هر ګروپ څخه یوازې دوه لوبډلې بل پړاو ته وځي، نو ځکه افغانستان د صعود چانس ساتلو لپاره په پاتې لوبو کې بریا ته سخته اړتیا لري.
ټاکل شوې چې ملي لوبډله له دغې لوبې وروسته، د روانې میاشتې په ۳۰مه نېټه (چهارشنبه) د کاناډا په وړاندې میدان ته ښکته شي.
که څه هم افغانستان له سویلي افریقا ماتې وخوړه، خو تر دویم سوپر اوور پورې د لوبې رسول د افغانستان د کرکټ د پام وړ ودې نښه ګڼل کېږي. اوس د ګروپي لوبو حساس پړاو پیل شوی او د منډو اوسط (Net Run Rate) هم د صعود لپاره مهم رول لوبولی شي.
