د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس، جاولون وهابوف وايي، چې د یوه پلاوي په مشرۍ یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له پلاوي سره پر «ستراتيژیکو موخو» ناسته کړې ده.
د نوموړي په وینا، دا ناسته په کابل کې شوې او د طالبانو د پلاوي مشري عبدالحی قانت کوله، چې د دوی د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس دی.
ښاغلي وهابوف پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د ازبکستان او افغانستان د مشارکت لپاره د ګډو کاري اجنډاوو د پرمخ وړلو په موخه د دواړو څېړنیزو بنسټونو د همکارۍ څرنګوالي او له ټولو اړخونو څخه د هغو پر حقیقي محتوا ډکول»، د دغې ناستې مهم ټکي وو.
بل لور ته، د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس زیاته کړې چې دواړو لورو په دغه ناسته کې د تفاهم پیاوړي کولو، د چلندونو بدلولو او د اقداماتو د پرمخ وړلو له لارې، په دواړو هېوادونو او ټوله سیمه کې د اوسني وضعیت په اړه د عامه پوهاوي د زیاتولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
هغه ټینګار کړی چې په دې ناسته کې د مطرح شویو اوږد مهاله ستراتیژیکو اهدافو په راتلونکي کال کې عملي کېدو ته په تمه دی. خو د ازبکستان د ستراتيژیکو مطالعاتو د مرکز رییس له طالبانو سره د دغو ګډو اهدافو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
تر اوسه طالبانو هم د دغې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.
ازبکستان د افغانستان یو له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې د ایران ترڅنګ یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هغوی سره نږدې اړیکې ساتلې دي.
که څه هم تاشکند تر اوسه طالبان د افغانستان د مشروع دولت په توګه په رسمیت نه دي پېژندلي، خو د دغه هېواد پلاوو او چارواکو په وروستیو کلونو کې کابل ته ګڼ سفرونه کړي او له بلې خوا ازبکستان د طالبانو سفیر هم منلی دی.
