د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې د بایډن اداره له افغانستان څخه داسې ووتله چې ګوندې له چا تښتېده او دا د بایډن له خوا د امریکا د «ابرو تویوونه» وه.
نوموړي د متحده ایالاتو د «فورټ براګ» پوځي اډې د سرتېرو کورنیو ته په خپله وینا کې، جو بایډن یو «بد» ولسمشر وباله.
ټرمپ په دې وینا کې ویلي چې امریکا نه غوښتل پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېږدي او پرېکړه دا وه چې «په عزت، ځواک او درناوي» سره به وځي.
د امریکا ولسمشر وویل: «یاد دي وي، چېرته چې دوی ټول پوځي تجهیزات پرېښودل؟ موږ هیڅ شی نه پرېښودل. ټاکل شوې وه چې په عزت او ځواک – په درناوي – ووځو. داسې ښکارېده چې ګوندې تښتو. موږ له هیڅ چا نه تښتو. هغه د بایډن یوه ابرو تویوونکې شرمندګي وه. څومره بد ولسمشر.»
نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د جټ الوتکو او د هغه په باور د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د الوتکو پر پرېښودو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، کله چې له بایډن ادارې وپوښتل شول چې ولې دا الوتکې او جټانې پرېږدئ، هغوی وویل چې دا «ارزانه» ده او پرېږدئ همغلته پاتې شي.
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې اجازه به ورنکړي دا ډول پېښه بیا تکرار شي.
ډونلډ ټرمپ زیاته کړه: «او موږ تجهیزات نه پرېږدو. جټ الوتکې نه پرېږدو. دوی ویل: ولې دا الوتکې پرېږدئ؟ خب، دوی ویل دا ارزانه ده چې همغلته پاتې شي. پوهېږئ، ۱۵۰ میلیونه ډالري الوتکه. یوازې دومره پکار وه چې لږ تېل پکې واچول شي او هر ځای ته چې غواړي الوت کړي. دا خلک تر ټولو بد وو. موږ نشو کولی اجازه ورکړو چې دا بیا پېښ شي.»
هغه ادعا کړې چې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته یې د امریکا پوځ له سره رغولای او حتی تر پخوا یې پیاوړی کړی دی.
ټرمپ په دې وینا کې ادعا وکړه چې که دیموکراتان بیا په امریکا کې واک ته ورسېږي، د دغه هېواد پوځ به په خورا بده توګه اداره شي.
دا په داسې حال کې ده چې نوموړي تر دې وړاندې هم په وار وار د بایډن ادارې په مشرۍ له افغانستانه د وتلو پر څرنګوالي او د طالبانو لاس ته د پوځي تجهیزاتو پر لوېدو نیوکې کړې دي.
ټرمپ له دې وړاندې له طالبانو غوښتي وو چې دا پوځي تجهیزات متحده ایالاتو ته بېرته وسپاري؛ هغه غوښتنه چې د طالبانو له رد ځواب سره مخ شوې ده.
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې هغوی دا پوځي تجهیزات د «غنیمت» په توګه تر لاسه کړي او په هیڅ صورت به یې بېرته ورنکړي.
