د بنګلهدېش اپوزیسیون «بنګلهدېش ملتپال ګوند(بي این پي) نن د جمعې په ورځ په پارلماني ټاکنو کې لویه بریا خپله کړه. دا ګوند له نږدې دوو لسیزو وروسته بېرته واک ته رسېږي او تمه ده چې د ګوند مشر طارق رحمان د هېواد د نوي لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړي.
بنګلهدېش له میاشتو ناارامیو او اقتصادي ګډوډیو وروسته د ثبات په لور روان دی.
طارق رحمان، چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا زوی دی، تېر ډسمبر میاشت کې له ۱۸ کلنې جلاوطنۍ وروسته هېواد ته راستون شو.
هغه اوس د سیاسي ثبات د راوستلو، د پانګوالو د باور بېرته ترلاسه کولو او د جامو جوړولو د مهم صنعت د بیا رغولو په څېر له سختو ننګونو سره مخ دی.
د ځايي تلویزیونونو د راپورونو له مخې، په دغو ټاکنو کې چې په تېرو کلونو کې تر ټولو سیالۍ لرونکې بلل کېږي، ملتپال ګوند (بي این پي) او متحدینو یې له ۲۹۹ څوکیو څخه ۲۱۲ څوکۍ ګټلې دي. بلخوا، جماعت اسلامي او متحدینو یې د بنګلهدېش په پارلمان (جاتیا سنګساد) کې ۷۰ څوکۍ ترلاسه کړې دي.
د بنګلهدېش د ټاکنو کمېسیون په رسمي ډول ملتپال ګوند ته ۱۸۱ او جماعت اسلامي ته ۶۱ څوکۍ ورکړې دي، خو وايي چې بشپړې پایلې به په راتلونکو څو ساعتونو کې روښانه شي.
ملتپال ګوند سمدستي له خپلو پلویانو مننه وکړه او د جمعې په ورځ یې د ځانګړو دعاګانو غوښتنه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې د بریا په مناسبت به هیڅ ډول لاریون یا ننداره نه کوي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او په داکه کې د امریکا سفیر برینټ ټي کریسټینسن په لومړنیو مشرانو کې وو چې طارق رحمان ته یې د بریا مبارکي ورکړه.
د ټاکنو ترڅنګ په بنګلهدېش کې د اساسي قانون د اصلاحاتو په اړه هم ټولپوښتنه وشوه. د «جمونا ټيوي» د راپور له مخې، له ۲ میلیونو ډېرو کسانو «هو» او ۸۵۰ زره کسانو «نه» رایه ورکړې ده، د دغو اصلاحاتو مهم ټکي د لومړي وزیر لپاره د کاري دورې محدودول (یوازې دوه دورې)، د عدلیې د خپلواکۍ پیاوړتیا او په پارلمان کې د ښځو د ونډې زیاتول او د ټاکنو پر مهال د یوې بېطرفه موقتې ادارې جوړول دی.
د داکه پوهنتون د اقتصاد استاد سلیم ریحان وايي: دا غوڅ اکثریت ملتپال ګوند ته دا ځواک ورکوي چې اصلاحات په چټکۍ سره پلي کړي او د قانون جوړونې د ځنډ مخه ونیسي.
د بنګلهدېش د ټاکنو په اړه راپورونه ښيي چې شاوخوا ۶۰ سلنه واجد شرایطو کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی و.
