جیو نیوز خبر ورکوي چې د پاکستان په پلازمېنه کې د نوي سیاسي ټکر اوازې تودې شوې؛ په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر، محمود خان اڅکزي اعلان وکړ چې نن جمعه به د پارلمان ودانۍ مخې ته یو سوله ییز پرلت پیل کړي.
دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د یو تازه طبي راپور پر بنسټ افشا شوه چې پخواني لومړي وزیر عمران خان په زندان کې خپله ۸۵ سلنه بینايي (د سترګو لید) له لاسه ورکړې ده.
د «تحریک تحفظ آیین پاکستان» (TTAP) مشر، محمود خان اڅکزي تېره شپه وویل چې دا احتجاجي ناسته به تر هغه وخته په نامحدود ډول دوام وکړي چې د دوی غوښتنې ومنل شي.
د پخواني واکمن ګوند سرچینو ویلي چې دغه پرېکړه د اپوزیسیون د مشرانو په ګډه ناسته کې شوې او تر هغې به روانه وي چې عمران خان ته د هغه د کورنۍ او ګوند د خوښې ډاکټرانو لاسرسی نه وي ورکړل شوی.
محمود خان اڅکزي، چې تر څنګ یې د مجلس وحدت المسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس، د پي ټي آی مشر ګوهر علي خان او اسد قیصر ولاړ وو، رسنیو ته وویل: «موږ به خپلې رسمي غوښتنې نن (جمعه) په پرلت کې وړاندې کړو، دا یو سوله ییز احتجاج دی، خو که خدای مه کړه کومه ناوړه پېښه وشوه، مسؤلیت به یې د حکومت پر غاړه وي.»
دا غوسه او احتجاج وروسته له هغه پورته شو چې سترې محکمې ته په وړاندې شوي ۷ پاڼیز راپور کې وویل شول چې عمران خان د خپلې ښي سترګې ۸۵ سلنه لید له لاسه ورکړی دی.
راپور وایي چې هغه له میاشتو راهیسې د سترګو د تپ لید (Blurred Vision) شکایت کاوه، خو د زندان چارواکو ورته پام ونه کړ، تر دې چې په سترګو کې یې د وینې لخته (Blood Clot) جوړه شوه. د پېمز (PIMS) روغتون متخصصینو تایید کړې چې دغې لختې د پام وړ زیان اړولی دی.
د سېنټ د اپوزیسیون مشر، علامه راجا ناصر عباس په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: «عمران خان یوازې په ۱۵ سلنه لید سم نشي لیدلی؛ حکومت په دې برخه کې جنایي غفلت کړی دی.» نوموړي پر چارواکو سختې نیوکې وکړې چې په زندان کې یې د لیدنو مخه نیولې ده.
مصطفی نواز کهوکر او د عمران خان خور، علیمه خان هم ورته اندېښنې څرګندې کړې. علیمه خان وویل: «نن زما زړه ولړزېد؛ موږ له هغه سړي سره چې دوه نیم کاله په زندان کې و، ښه چلند ونه کړ. چارواکو درې میاشتې د هغه شکایتونه له پامه وغورځول.» هغې بني ګالا ته د عمران خان د احتمالي انتقال خبرونه درواغ وبلل او ویې ویل چې ورور یې هیچا ته سر نه ټیټوي.
همداراز د پي ټي آی عمومي منشي سلمان اکرم راجا او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي تور پورې کړ، چې عمران خان ته په روغتون کې د هغه د شخصي ډاکټر له مشورې پرته نامعلومه پیچکاري شوې ده.
دوی غوښتنه وکړه چې سمدستي دې د هغه درملنه د باوري ډاکټرانو لخوا پیل شي.
