پاکستانۍ رسنۍ واييد ټرمپ په اداره کې د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، پاول کپور کانګرس ته ویلي چې پاکستان په سیمه کې د امریکا یو مهم او ستراتیژیک شریک پاتې شوی او واشنګټن غواړي له دغه هېواد سره سوداګریزې، اقتصادي او امنیتي اړیکې لا پراخې کړي.
پاول کپور د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو فرعي کمېټې ته په وینا کې وویل: «پاکستان په سیمه کې یو مهم ملګری دی.
هغه وویل موږ له پاکستان سره د دغه هېواد د مهمو کاني زیرمو (Critical Minerals) پر استخراج کار کوو ترڅو د امریکا حکومتي تمویل او د خصوصي سکتور مهارتونه سره یوځای کړو چې دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي.»
د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي زیاته کړه چې د انرژۍ او کرنې په برخو کې هم د دواړو هېوادونو سوداګري مخ په پراخېدو ده.
نوموړي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې هم د همکارۍ یادونه وکړه او ویې ویل چې دا همکاري پاکستان سره مرسته کوي چې خپل کورني او د هېواد څخه بهر ګواښونه مهار کړي، کوم چې امریکا او د هغې متحدینو ته خطر پېښولی شي.
راپور کې راغلي په دغه غونډه کې ډیموکراتې استازې سیدني کاملاګر-داو په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه وښوده. هغې وویل، وېره لري چې د ټرمپ اداره به په نږدې راتلونکي کې طالبان په رسمیت وپېژني؛ هغه هم په داسې حال کې چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې هیڅ ډول مثبت بدلون نه دی راغلی. هغې دا ډول احتمالي پرېکړه «غیر وجداني» وبلله.
دغه راز راپور کې زیاته شوې د بحث په یوه بله برخه کې کپور وویل چې یو پیاوړی او خپلواک هند د امریکا په ګټه دی، ځکه دا کار په سیمه کې د چین د نفوذ او برلاسي مخه نیسي. د ده په وینا، د هند پوځي او اقتصادي پرمختګ په “اندو-پاسیفیک” سیمه کې د چین د واکمنۍ په وړاندې یو لوی خنډ دی
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې نړیوالو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پر طبیعي زیرمو د قبضې لپاره د ترهګرۍ له کارت څخه کار اخلي.
د سیمې ولسونه او پښتانه ملتپال مشران تل پر دې ټینګار کوي چې ریاست په قصدي ډول سیمه ناامنه ساتي ترڅو له یوې خوا د ترهګرۍ په نوم له امریکا څخه ډالر ترلاسه کړي او له بلې خوا د خلکو تر ځمکو لاندې شتمنۍ (لکه منرالونه او تېل) په خپله خوښه چور کړي.
